لېکوال: کارلو مونوز/ ستارز اند سترایپس

خپرېدو نیټه: جولای لسمه، ۲۰۱۵

پروان، افغانستان- امریکایی سمندري ځواکونه او ګورجستانی سرتیري د بګرام هوايي اډې بهر د شمال لور ته یوه ګورجستانی ضابط او خپل ژباړن ته د يوه خټین کور څنګ ته ولاړ دي او له یوه ډله کلیوالو پوښتنې کوي چې آیا دوی هغه کسان پیژني چې دلته نږدي د ناټو پر اډې يي  راکټي برید کړی و.

څو ورځي وړاندي یوه امریکايي ملکې میرمن د دې اډې په مینڅ کې هله ووژل شوه چې د راکټ ګولۍ يې په موټر ولګېده. میرمن کریسی دیویس د تالادیګا اوسیدونکي د پنتاګون د لوژستیک د یوې کمپنی لومړنۍ کارکوونکي وه چې په افغانستان کې ووژل شوه. یو بل امریکايي ملکی وګړی په دې راکټي برید کې ټپي شو.

د امریکا-ګورجستان ګډې ګزمې هغه کس لټاوه چې په دې برید کښي يي ونډه درلودله. خو کلیوالو وویل چې هغه کس نور دلته نشته. ګزمې لږ چانس درلود مګر دا چې کلیوال هغوی ته څه ووایي.

وړاندې تر هغه چې د ناټو جګره ییز ماموریت په تېر دسمبر کې پای ته ورسیږي، امریکایی سمندری او ګرجستاني ځواکونو په ګډه کولای شوای کورونه وپلټي چې کیدای شو هغه مظنون شخص پکې پټ شوی وي.

خو د امریکې د سمندري ځواکونو ضابط (جیرمي لانګفورډ) وايي د نوي ماموریت سره نوي اصول هم را مینځ ته شول چې په ترڅ کې نړیوال ځواکونه اړ دې تر څو د داسي پلټونو پر مهال د افغان پولیسو یا دولت د استخباراتو څخه لیکی اجازه ولري.

نږدې د یوې لسیزي په تېرېدلو سره اوس هم د ناټو او امریکا ۱۳۰۰۰ سرتېري میشت دې چې اوسه هم په دې هیواد کې د ازغن سیم د باندي هم ګزمې تر سره کوي.

خو نوی ماموریت چې د روزنې او افغان ځواکونو ته د مشورې په نوم یادیږي، د همکاري نوي اصول له ځان سره لري.

نوي اصول د امریکا او ناټو سرتیري د طالبانو او نور مخالفو ډلو او ټپلو د مخامخ ښکارولو څخه منع کوي. د پنتاګون په وینا، که مخالفې ډلې مستقیما امریکایی او ائتلافی ځواکونو ته ګواښ پيښ کړي نو ائتلاف ځواکونه د هغوی په ضد په ورته عمل لاس پوري کوي.

دا په دې معنی ده چې د امریکا اوږده جګړه لا پای ته نده رسېدلي. څو چې طالبان د ناټو هډې تهدیدوي، ځواکونه به د هغوی پر ضد عملیات تر سره کوي چې کېدای شي ځیني وختونه دا عملیات د ځینو محدودیتونو سره هم مخ شي.

مایک باکا، د چک هیواد ځواکونو سرپرکمشر (ستارز اند سترایپس) ته وویل، ّهیڅ شي بدلون ندی موندلی، یواځي د په ماموریت کې د برخې اخیستلو څرنګوالی بدل شوی.

(د ګورجستان ځواکونو د ۴۳ م پیاده کنډک، ضابط ګوګیتا کیشیا، له یوه تن افغان سره د احتمالی پټو شویو کسانو په اړه پوښتني کوي
(د ګورجستان ځواکونو د ۴۳ م پیاده کنډک، ضابط ګوګیتا کیشیا، له یوه تن افغان سره د احتمالی پټو شویو کسانو په اړه پوښتني کوي

ځانګړي ګواښونو د شپې مهال ګزمو ته متوجه دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي شپني عملیات بند کړي وو او ویلي يي وو چې دا ډول عملیات د خلکو غصه را پاروي او د طالبانو د قوت سبب کیږي. خو د هغه ځای ناستي، اشرف غني چې په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد بیا دا محدویتونه لغو کړل خو دا چې د شپي عملیاتو ځنډول به څه سیاسي اغیز ولري لاهم یوه نا ځوابه پوښتنه پاتي کیږي.

دوه میاشتي مخکي، یوه شپه د امریکې او چک ځواکونه چې په دوو جلا جلا ګروپونو ویشل شوي وو او د ظابط (باکه) تر مشری لاندی یوځای د امریکایی پلټونکیو سپیو ډلګۍ او د ۱۰۱ ماین پاکي ټیم سرتیری ورسره و، د ازغن سیم څخه بهر دوه کیلو متره پلې ګزمه وکړه او په دوو بیلابیلو ځایونو کې تم شول چیرته چې مخالفینو له هغه ځایه راکټي بریدونه ترې کول. په هغه شپه افغان ځواکونه ورسره مل نه وو خو یو افغان ژباړن ورسره ؤ.

ډګرمن آمندا ازوبیکي د بګرام هوایي اډې ویاند وویل: افغان ځواکونو هم د بګرام هوایی اډي شاوخوا په عملیاتو کې پراخه برخه اخیستې وه. خو هوایي، نظارتي او استخباراتي عملیات بیا د ائتلاف ځواکونه په خپله تر سره کوي.

باکه، وویل: افغان ځواکونه تر شا پرېښودل شول ځکه دوی د دې ډول عملیاتو در تر سره کولو توان نه درلود.

د ورځي په اوږدو کې، عملیات ډير د سیمه ییزو کلیوالو سره د لیدلو او خبرو کولو متمرکز شوی و چې پدې کې افغان ځواکونه هم شامل و. خو د شپې، ائتلافي ځواکونه ټولې امنیتی ګزمي چې ترصد او څارنه پکې شامله ده پخپله تر سره کوي.

له هغه ځایه چې دواړه عملیات په خپل ذات کې دفاعي دي، باکه وویل: که چیری يې سرتیري له برید سره مخامخ شي له ځان نه دفاع کولای شي. باکه زیاته کړه، شپه موږ هغه مهال ته وایو کوم مهال چې مخالفین خپل فعالیتونه پیلوي.

ځواکونو وویل چې طالبان او نور مخالفین ټول د عملیاتو په نوي اصولو کې یو ډول څارل کيږي.

د جون په لسمه د ګزمی په مهال (لانګفورډ) وویل، له ډيره وخته ناټو نشي کولای پرته له اجازي کورونه تالاشي کړي او دا کار مخالفینو ته موقع ورکوي تر څو په کورونو کې پټ شي او ګزمه تیره شي.

لانګفورډ وویل: دوی به یا په مسجد کې وي او یا به تاسو نه وي لیدلي او یا به په کابل کي وي. د بګرام د اډي شاوخوا ګزمي په مهال ځواکونو ته بیلابیلې بهانې شوي دي.

کله چې د ګزمي موټرونه د خاورو تر غونډۍ پناه کیدل، لانګفورډ سمدستي د موټر تر کړکۍ د کورونو کړکیو ته وکتل او ويي ویل چې ځیني وختونو هغوی (مخالفان) په کړکیو کې ولاړ وي او چې کله ته ور وګورې بیا پناه شي.

آیا داسي ګزمې د مخالفینو په لټون کې ګټه کوي؟

هغه وویل کله، کله.

http://www.stripes.com/news/new-mission-brings-new-rules-for-patrols-in-afghanistan-1.357432

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *