تاند- د روسیې یوه پخواني پوځي، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال په افغانستان کې پر امریکايي او افغان ځواکونو په بریدونو تورن دی، د سې شنبې په ورځ /نوومبر ۴مه/ د امریکا د متحدو فدرالي محکمې ته ابتدايي حاضري ورکړه.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د عدلیې وزارت وویل، ایریک حمیدالین د ۲۰۰۹ میلادي کال په نوومبر کې نیول شوی و او د امریکا دفاع وزارت په بګرام کې په توقیف کې ساتلی و.
نوموړی په وروستیو کې له افغانستانه امریکا ته ولېږدول شو چې محاکمه شي. د دوشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو ایف بي آی یا فدرالي تحقیقاتي ادارې ته وسپارل شو.
حمیدالین د ویرجنیا د ریچمونډ د محکمې په استماعیه غونډه کې یو فدرالي مدافع وکیل ځان ته غوره کړ.
هغه ته وویل شول چې د جمعې تر ورځې د محکمې تر بلې غونډې پوري اسناد برابر کړي.
ایریک حمیدالین په دې تورن دی چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې د وسله والو طالبانو د ګڼو حملو قومانده په غاړه لرله او د ده په قومانده په بریدونو کې یو شمېر امریکايي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
نوموړی په هماغه کال (۲۰۰۹) په داسي حال کې ونیول شو چې په جګړه کې ټپي شوی و.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له قوله وايي، په وروستیو کې د امریکا کانګریس ته خبر ورکړای شو چې حمید الله به د امریکا متحدو ایالتونو ته انتقال شي.
کانګریس د ګوانتنامو له زندانه د امریکا خاورې ته د بندیانو لېږد منع کړی دی خو ورته بندیز یې پر هغو بندیانو نه دی لګولی چې په افغانستان کې دي.
حمیدالین په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي د عسکرو په ډله کې افغانستان ته راغلی و.