تاند- د بریتانیا دفاع وزارت د جمعې په ورځ /جولای ۲۴/ وویل، د دغه هیواد یو پوځي، چې درې کاله پخوا په افغانستان کې ټپي شوی و، اوس د ټپونو له کبله مړ شو.

مایکل کمبیل نهه میاشتې وروسته له دې ساه ورکړه چې بریتانیا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګي ماموریت پای ته رسولی او په دغه هیواد کې له ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه یې یوازې ۴۵۴ تنه روزونکي پرې ایښي دي.

کمبیل، چې د سلطنتي ځواک ویلش د توپچي د درېم کنډک سرتېری و، د پنجشنبې په ورځ د انګلستان د مرکزي ښار برمنګم په کوین الیزابیت روغتون کې ساه ورکړه.

دوه دېرش کلن کمبیل په ۲۰۱۲ م کال په ګزمه وتلی و چې طالبانو پرې ډزې وکړې او یوه مرمۍ یې پر نس ولګېده.

که څه هم د افغانستان د جګړې تر ټولو وروستی بریتانیايي قرباني کیمبل ګڼل کېږي خو په افغانستان کې دننه د بریتانیايي پوځیانو وروستني تلفات هغه ۵ پوځیان دي چې د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې د هیلي کوپترې د لوېدو په پېښه کې ووژل شول.

د طالبانو په مستقیم برید تر ټولو وروستی بریتانیايي پوځي د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې وژل شوی و.

کمبیل څو ځلي افغانستان او عراق ته استول شوی و.

په همدې حال کې د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې له ۲۰۰۱ څخه تر د ۲۰۱۵ تر پیله پوري ټولټال ۴۰۵ بریتانیايي پوځیان په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *