تاند- (شنبه/ د سنبلې۱۰) په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د جمعې په ورځ یو امریکايي پوځي یوه اوونۍ وروسته له دې ووژل شو چې د افغانستان په جګړه کې ټپی شوی و.
د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه لنډکۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امریکايي پوځي د پنجشنبې په ورځ مړ شوی دی.
د هغه نوم تراوسه اعلان شوی نه دی او ویل شوي تر هغو به یې نوم پټ ساتل کېږي چې د کورنۍ غړیو ته یې معلومات نه وي ورکړي.
د دغه پوځي د مړینې خبر داسې مهال ورکړل شو چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې په وروستیو پړاوونو کې دي.
له ۲۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځیان وژل شوي دي.