تاند- د افغانستان په بازارونو کې پر پاکستانیو روپیو د راکړې ورکړې د بندیز خبرونو پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي او د دغه هیواد د مالیې وزیر په دې اړه په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اسحاق ډار نن /دوشنبه/ وویل، د افغانستان له سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال سره یې د ټېلفون له لارې په مسله باندې خبرې وکړې، هغه ورته وویل چې په افغانستان کې د نورو هیوادونو د اسعارو په شان د پاکستانۍ روپیو پر تبادلې هم بندیز نشته.

وروسته له دې چې د کندهار ولایت والي او امنیه قوماندان اعلان وکړ چې له دې ایسته په پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه په دغه ولایت کې جرم ګڼل کېږي، ځینو پاکستانیو رسنیو دا موضوع داسي وانګېرله چې ګنې په افغانستان کې د پاکستانیو روپیو لرل او یا تبادله منع شوې ده.

حال دا چې پاکستان او ایران هم چا ته اجازه نه ورکوي چې په هیواد کې یې څوک د ډالرو په شمول په بهرنیو پیسو راکړه ورکړه وکړي.

د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا خبره چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه منع شوې رد نه کړه بلکې دې پوښتنې ته په ځواب کې یې ویلي چې په افغانستان کې د پاکستانۍ روپیو لرل او په ازاد ډول د هغو پر تبادلې بندیز نشته.

په کندهار کې پر پاکستاني روپیو د پیر و پلور له بندېدو سره د افغانیو ارزښت لوړ شوی او خلک د حکومت د دې اقدام هرکلی کوي.

خلک هیله لري چې د افغانیو پیاوړتیا به د جنسونو، چې لویه برخه یې له ګاونډیو هیوادونو راځي، بیې ټیټې کړي.

4 thoughts on “په افغانستان کې پر پاکستانیو روپیو د راکړې ورکړې بندېدا پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي”
  1. د زاخیلوال او دهغه په څیر ځینی نورو سست عنصرو دلاسه دافغانستان حیثیت ته همیشه صدمه رسیدلی کنه نو په جواب کی باید ورته ویل شوی وی جی په پاکستان کی هم افغانی نه چلیژی د کوم حق له مخی تاسو دا امتیاز غواړی خدای د جنرال رازق غیرت لژ هم پدی بی غیرتو کی پیداکړی

  2. د نړۍ په هر هیواد کې د هغه هیواد اسعار یا پولی واحد چليږي. د پردیو پيسو رواجول خپل اقتصاد ته تاوان رسوی. کیدای شی د پردیو اسعارو استعمال یواځې یو څو تنو د ګوتو په شمار سوداګرو ته ګټه ورسوی مګر په مجموع کې د ټول ملت د اقتصاد په تاوان تمامیږی. هیله ده د افغانستان دولت پدې هکله مشخصه او واضیح پالیسي ولری. خصوصا د ګاونډیو هیوادونو د پیسو د رواجولو مخه ونیسی. که فرضا ګاونډیان زمونږ پولی واحد « افغانیو » ته اجازه ورکړی نو بیا زمونږ ګاونډیان هم حق لری د خپلو اسعارو د راکړه ورکړی په باب اندیښنه څرګنده کړی.

  3. دې چارواکو خو ددې ملک او ددې خلکو حیثیت له مینځه یووړ که نه ولې به دافغانستان حیثیت دې حد ته رسېدو چې په پردیو اسعارو راکړه ورکړه عامه شي.

  4. دنړی په هر هیواد کی دهغه هیواد اسعار یا پولی واحد چلیږی . د پردیو پیسو رواجول خپل اقتصاد ته تاوان روسوی. کیدای شی د پردیو اسعارو یواځی یو څو تنو د ګوتو په شمار سوداګرو ته ګټه ورسوی مګر په مجموع کی د ټول ملت د اقتصاد په تاوان تمامیړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *