تاند- د امریکا د دفاع وزارت (پینتاګون) له یوې نوې څېړنې سره سم په افغانستان کې به د جګړې په وروستي یوه کال کې د هر امریکايي پوځي مصرف نژدې دوه برابره زیات شي.

د پینتاګون د بودجې د تازه شننې په اړه اتلانتیک ورځپاڼې نن /جمعه/ په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې د جګړې په وروستي کال کې به پر هر امریکايي پوځي متوسط لګښت دوه ملیونه او یو لک ډالرو ته ورسېږي.

په لومړیو پنځو کلونو کې، له ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۳ مالي کال پوري، په افغانستان کې د امریکا د پوځ لګښت دیارلس لکه ډالره و. خو د پینتاګون د جګړې بودجه به په ۲۰۱۴ کې په حیرانوونکي ډول زیات شي او د هر عسکر لګښت به په ۲۰۱۴ کې دوه ملیونه او یو لک ډالرو ته ټوپ ووهي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د پوځیانو لګښت یې په ۲۰۱۴ کې د دې لپاره زیاتېږي چې په دې موده کې خپل سرتېري او وسایل خپل هیواد ته راولي.

One thought on “په افغانستان کې په هر امریکايي پوځي ۲۱ لکه ډالر لګېږي”
  1. دہ دی فوجیانوپیسی کہ افغانانوتہ ورکول سی ھیس یوافغان بہ نہ بیافقراوکدای وہ کڑی داپیسی بی معنی دی دادافغانانودسروقیمت دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *