تاند(سې شنبه، د حمل ۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وایرسو ۳۲ نوې مثبتې پېښې یې نن ثبت کړي دي.
د دې وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ولایت کې د کورونا وایرس ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته ورسېد.
له دې جلا نن په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وویل چې د دوی ۴ سرتېري په کورونا اخته شوي دي.
تراوسه پورې په افغانستان کې یو تن د کورونا په وایرسو په بلخ ولایت کې مړ شوی دی خو د روغتیا وزارت د ملګروملتو د روغتیايي ادارې د اټکلونو پر اساس خبرداری ورکوي چې که افغانان روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي ممکن په راتلونکو ۵ میاشتو کې د افغانستان د ۳۲ ملیون وګړو په سلو کې ۸۰ یعني ۲۵ ملیونه او ۶ لکه تنه په کورونا وایرسو اخته او تر یولک زیات کسان مړه شي.
د کورونا په وایرسو اخته اکثره کسان له ایران څخه راغلي دي.
https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147000
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په وینا احتمال شته چې نژدې ۲۶ ملیونه افغانان په کورونا اخته شي او د هغوی په مننځ کې به نژدې ۱۶ ملیونه په بېلابېلو کچو د ناروغۍ اعراض یا نښې ولري خو نژدې ۷ لکه به په روغتونو کې بستر کېدو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا د وزیر په وینا د ۲ لکه ۲۰زره تنو حال به نازک وي او له بده مرغه شاوخوا یولکو ۱۰ زره به مړه شي.
ده پر خلکو ږغ وکړ چې روغتیايي سپارښتنې واوري او عمل پر وکړي او په دې صورت کې کېدالی شي تر دې ډېر لږ کسان په ویرسو اخته او ورڅخه مړه شي.
نن ورځ په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۳ لکه ۹۹ زرو واوښت او نن د زیاتو مثبتو پېښو راپور امریکا ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې څه باندې ۵ زره تنه تازه په کورونا اخته شوي چې ورسره په دې هیواد کې ټولټال ۴۸ زره ۷۷۸ تنه اخته شوي دي. ایران ویلي چې تازه ۱۷۳۶۵ تنه په دې وایرسو اخته شوي. جرمني ۱۰۲۶ پېښې ثبت کړي دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د وروستیو معلوماتو پر اساس د کورونا وایرسو تر ټولو عامې نښې دا دي:
په سلو کې ۸۸ کسانو تبه، ورپسې ۶۸ سلنه وچ ټوخی، په سلو کې ۳۸ ستوماني، په سلو کې ۳۳ بلغم، په سلو کې ۱۹ ساتنګي، په سلو کې ۱۴ د ستوني درد او په سلو کې ۱۵ د ځان درد لرلی دی.
یوازې په سلو کې له ۴ تر ۵ اسهال او خواګرځي لرلې ده.