ښایي په تاسې کې به ډېرو د پُست له نوم سره اشنا یاست او شاید ډیرو یې له خدمتونو کار هم اخيستی وي، خو اوس هم زموږ په هیواد کې یو شمېر خلکو لا د پُست یا د پُسته خانې نوم هم نه دی اؤرېدلائ، او ځینې نه پوهیږي چې پُست څه ډول خدمتونه وړاندې کوي؟ له دې کبله غواړم په دې هکله درته څه معلومات وړاندې کړم او دا به هم اضافه کړم چې په افغانستان کې د پُست خدمتونه څه ډول پرمخ ځي او اوسمهال دلته څو پُستي شرکتونه فعالیت لري؟

د پُست کلیمه د منځنیو پېړیو له Poste او هغه هم د مفعول فعل Ponere څخه اخیستل شوې چې په لاتین کې د وضع یا محل مانا ورکوي خو جالبه دا چې د پُست کلیمې تر نن ورځې د نړۍ په ټولو ژبو کې ځان په اصل شکل ساتلائ دی، او هېره دې نه وي چې د پُست اهمیت هېڅکله هم کم شوئ نه دی او له اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ سره یې په اهمیت کې لا پراخوالۍ راغلی دی. پُست هغو خدمتونو ته ویل کیږي چې خطونه، اسناد، پارسلونه او نور توکي له یو ښار یا هیواد څخه نورو ښارونو یا هیوادونو ته ليږي راليږي. له پخوانيو او تاریخي اثارو څخه معلوميږي چې انسان د غارونو له وخت څخه له یوې او بلې سیمې سره په مختلفو طریقو سره اړیکی ساتلی خو لنډه دا چې له ډول ډول نښاني پېغامونو تر خطونو او بیا تر اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ پورې انسان کولائ شي ډېر په اسانه خپل پېغام او امانت په څو ورځو کې د نړۍ هر ګوټ ته ولیږي او ترلاسه کولائ شي. خو تقریباً په اوسنۍ بڼه لومړني رسمي پُستي خدمات د افغان ټولواک شېرشاه سوري په دوره کې پیل شوي دي.

له نن څخه 145 کلونه وړاندې په 1874 کې د پُست نړیوالې اتحادیې UPU د پُستي خدمتونو د لا پراختیا په خاطر په سویس هیواد کې د ټولې نړۍ په سطحه پیل وکړ، چې افغانستان یې په 1928 میلادي کال کې غړیتوب ترلاسه کړ، چې له هغې وروسته په لومړي ځل د هوا له لارې له افغانستانه بهر ته د پُستونو لېږد پیل شو او نن سبا أفغانستان او د نړۍ ټول هیوادونه د یادې اتحادیې غړیتوب لري، چې له هغې وروسته د اکتوبر نهمه د پُست د نړېوالې ورځې په نامه ونومؤل شوه. په افغانستان کې معاصر پُست د امیر شیر علي ځان په دور کې چې له 1860 میلادي کال سره سمون خوري رامېنځته شو، او په لومړي ځل لومړۍ پُسته خانه د کابل په بالاحصار کې افتتاح شوه، او بیا د غازي امان الله خان په وخت کې په نورو ډېرو ولایتونو کې هم پُسته خانې پرانیستل شوې. د ظاهر شاه په دور کې پُست لا ډېر پرمختګ وکړ چې داخل او بهر ته به تر 200 کیلو ګرامه وزن پورې پارسلونه او پاکټونه لېږدؤل کېدل، خو اوسمهال د غټو پاکټونو او چټکتیا سربېره بېلابېل بهرني او داخلي خصوصي شرکتونه هم په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت ترسره کوي چې ولس ته د خدمت ترڅنګ د هیواد د اقتصاد په وده کې هم مهمه ونډه لري. اوس به لاندې یو څو افغاني پُستي شرکتونه په لنډ ډؤل تاسې ته تشریح کړو.

1- ایروپارسل Aeroparcel
ایروپارسل پُستي او لوجستیکي شرکت یو افغاني شرکت ده یاد شرکت که څه هم ډېر پخوانۍ شرکت نه ده خو په تېرو څو کلونو کې یې وکولائ شول چې خپل نوم په افغانستان کې د پُستي شرکتونو په سر کې ځائ پر ځائ کړي. ایروپارسل په افغانستان کې يواځينۍ پُستي شرکت ده چې د معیار نړېوال سازمان (ISO) 9001:2015 تصدیق پاڼه لري. دا شرکت اوسمهال د مرکز کابل ترڅنګ په جلال اباد، کندهار، هرات، مزار شریف، خوست، کندز او څو نورو ولایتونو کې فعالې څانګې لري. د شرکت د رئیس په وینا چې ډېر ژر به د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپلې څانګې ورسوي. د یادؤنې وړ ده چې یاد شرکت په افغانستان کې د داخلي او خارجي پُست رسؤنې کې ترټولو ارزانه، خوندي او چټک پُستي شرکت ده.

2- افغان پُست:
افغان پُست یو دولتي شرکت ده چې د مرکز کابل او 34 ولایتونو سربېره 6 سرحدي پُسته خانې هم لري، او ترڅنګ یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ستاسې اسنادونه او توکي هم لېږلائ شي. د افغان پُست بیې له نورو شرکتونو یو څه ټیټې دي او خدمتونه یې هم بد نه دي. هېره دې نه وي چې افغان پُست اوسمهال په ټول افغانستان کې 463 ولایتي، سرحدي او سیمه اییزی فعالې پُسته خانې لري.

3- باختر چټک پُست:
باختر پُست په 2000 میلادي کال کې په کابل ښار کې رامېنځته شو. دا شرکت له OCS جاپاني شرکت سره قرارداد لري چې خپل ټول توکي او اسناد د پېښور پاکستان له لارې د یادې کمپنۍ څانګې ته په سپارلو سره د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته انتقالوي.

4- کابل اریانا پُستي شرکت:
کابل اریانا هم د داخلي پارسلونو ترڅنګ د نړۍ ګوټ ګوټ ته لېږد کوي. یاد شرکت له DHL سره قرارداد لري او اوسمهال د مرکز کابل ترڅنګ په جلال اباد، هرات، کنړ او نوستان کې فعالیت ترسره کوي.

5- نی چټک پُست:
نۍ پستي شرکت له څو کلنې تجربې سره په ټیټه بیه یوازې داخلي پُستي خدمتونه پرمخ وړي. یاد شرکت په کابل، مزار شریف، کندز، هرات، کندهار، پکتيا او جلال اباد سربېره څو نورو ولایتونو کې هم څانګې لري. چې ستاسې توکي او پارسلونه په 24 تر 72 ساعتونو دننه د هیواد ګوټ ګوټ ته رسوي.

ګرانو لوستونکو! د پورته یادو شویو شرکتونو سربېره په افغانستان کې څو بهرني پُستي شرکتونه لکه DHL, TNT او FedEx هم خپل فعالیونه کوي، خو زما له ټولو هیوادوالو، دولتي او غيري دولتي ادارو او موسسو، تحصیلي او تعلیمي ادارو، بانکونو، شرکتونو، تجارانو او هر هغه څوک چې بهر ته څه استؤل غواړي څخه په ډېر درنښت غوښتنه ده چې دوئ باید په هر حالت کې په خپلو افغاني شرکتونو لېږد رالېږد وکړي ترڅو ګټه یې د بهر پرځائ پخپل هیواد کې پاتې شي.

ماخذونه:

http://www.afghanpost.gov.af او
http://www.ps.wikipedia.org/wiki/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *