تاند- افغانستان په وروستیو لسو کلونو کې د رسنیو په برخه کې د سیمې په کچه تر ټولو زیاته وده کړې ده.
حاضردمه په هیواد کې ۸۴ تلویزیونونه او ۲۲۲ راډیوګانې خپرونې کوي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي نن /یکشنبه/ په کابل کې د دیجټلي رسنیو د پرانستنې په غونډه کې وویل چې د افغانستان تلویزیوني شبکې له انالوګ سیستمه وړاندې تللي او اوس په دیجټلي سیستم سمبالېږي.
محمد کریم خلیلي همداراز وویل، ۱۳ کاله پخوا افغانان له خپلو خپلوانو سره د ټېلفوني خبرو لپاره مجبوره ول چې ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شي خو اوس د هیواد ګوټ ګوټ ته د پرمختللي موبایل ټېلفون اسانتیا غځېدلې ده.
ده وویل چې په افغانستان کې ۲۲ ملیونه سیمکارتونه توزیع شوي او اوس د موبایل ټېلفون درېم او څلورم ورژن په چټکۍ د عامېدو په حال کې دی.
د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال زیاته کړه، اوس شاوخوا یو ملیون افغانان د انترنټ په ټولنیزو شبکو کې غړیتوب لري.
ده له افغانانو وغوښتل چې له ټولنیزو رسنیو مثبته ګټه واخلي او له منفي برخو یې ځان لېري وساتي.
خلیلي له رسنیو وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې عدالت رعایت کړي.
سنګین: په درو کلونو کې انالوګ سیستم ختمېږي
د دیجټلي رسنیو د افتتاح په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین له انالوګ څخه ډیجټل سیستم ته د تلویزیونونو تغییر یو مهم پرمختګ وباله، زیاته یې کړه، دیجټلي سیستم د تلویزیوني چالینلونو د جوړولو لګښت ډېر کموي.
انجنیر سنګین همداراز وویل، اوس په سلو کې ۹۰ افغانانو ته مخابراتي خدمات مهیا دي او هر کال د مخابراتو له درکه د افغانستان د دولت خزانې ته ۳۰۰ ملیون ډالره لوېږي.
ښاغلي سنګین د افغانستان له خصوصي تلویزیونی چاینلونو وغوښتل چې ژر تر ژره ډیجټلي سیسنم ته واوړي کنې په درو کلونو کې به انالوګ سیستم په افغانستان کې له منځه لاړ شي.
د افغانستان د مخابراتو وزیر د افغانستان سپوږمکۍ (افغان سیټ ۱) ته په اشارې وویل، افغانستان اوس خپله سپوږمکۍ لري چې له دې لارې ډېر عواید ترلاسه کوي.
دعصری تکنالوژۍ استعمال د پیشرفت لپاره زمینه ښه ره برابروی او دپرمختګ په برخه کی اسانتیا رامنځته کوی، د ولسمشر ددوهم مرستیا ل د لارښوونی سره سم له ځواناو څخه می هیله داده چی دمثبت اړخ څخه یی سمه ګټه اوچته کړی د مخابراتو او معلوماتی تکناجۍ دوزارت له رهبرۍ نه د زړه له کومی مننه کوم چی پ خپله اړونده برخه کی یی هیواد والو ته ښه خدمتونه وړاندی کړی او موږ یی له سیالانو سرهسیال کړ ی یو
شکر خدایه(ج) چې موږ تر دغه کچې را ورسېدو!
Changing Analog to Digital will benefit the phone companies to sell more phones.
When NATO countries leave, the expenses will go with it too and many people will not be able to afford mobile phones. Nothing has been done for the economical infrastructure of the country.
Manufacturing factories are down and many young people have no jobs. I heard the textile factory in Kandahar which was once the work place for 10.000 employees has been closed for years. if this factory is back to operation it will produce clothes to make uniforms for police and military personals and create jobs for thousands. I heard the logistic departments of Defense and Interior affairs did not agree for the material to be made in the country.
پدې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزئ سنګين زما په نظر داسې يو اتل ښکاري چې په ډېرو خرابو حالاتو کې ېې وطن ته لوړ خدمتونه وکړل او یواځينئ وزير دئ چې ټول افغانان ورته د احترام سر ټیټوی ، رښتيا ده چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږي ، ائ کاشکې مونږ په ټولو وزارتخانو کې د پیاوړي سنګين صيب او زاخیلوال صيب غوندې وزيران درلودای ، کاشکې مونږ د بریښنا وزير هیڅ نه درلودای
یو ځل بیا ولس غولونه:
دا صرص او صرف د کیبل شبکی څخه علاوه بل هیڅ هم نه دی، ټول تلویزونونه به ای پی ایس کمپنۍ ته پیسی ورکوی چه تر څو خپل نشریات لیری سیمو کی عرضه کړي. ای پی ایس شرکت به په خلکو رسیور خرصوی او ماهوار د یو کارت په زریعه فیس به اخلي که څوک غواړی چه دیجیټل تلویزون وګوري. یعنی هم د تلویزونو شبکو جیب به شکول کیږی او هم د عوامو. هغه مفت تلویزیون لیدو نه به دایمی خلاص شو. پیسی به ای پی ایس او جناب سنګین صیب جوړوي. واه واه ده ته وایی چالاکی چه هم جیب شکول او هم تبلیغات.