غرغښت –

په افغانستان کې د تېرو لسيزو جګړو په ترڅ کې ډول ډول وسلې او مهماتوکارول شول، په دې خاوره داسې وسلې هم کارول شوې، چې شايد لومړنی ازمويښت به يې په دې ځمکه وو.

افغانستان له کلونو کلونو د جګړې ډګر او د وسلو د ازموښت ځای دی، چې له روسانو نيولې تر ګاونډيانو او ان نن پورې په دې کې ښکېل دي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د بهرنيانو له لوري کارول شويو وسلو د افغان ولس يوه ستره برخه معيوبه کړه او هومره زيانونه يې واړول، چې تر حساب وتلي بلل کېږي او شايد دا به د جاپان تر هېرو شميا وروسته حساب شي.

د امريکايي پوځيانو له لوري په ډېری هېوادونو کې د نور څه تر څنګ يو لويه تېروتنه دا وه، چې د جګړې هېڅ ډول اصول يې په پام کې ونه نيول، د عام وژنو تر څنګ يې په هغو هېوادونو او سيمو کې چې دوی خپل پوځيان ور استولي، داسې وسلې وکارولې، چې شايد نسلونه نسلونه به يې قربانۍ کړي.

ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې جګړې يو لوی رواني ناورين رامنځته کړی، يوه لويه برخه انسانان يې داسې وځپل چې نسلونه به يې کاږه او کيڼ پيدا شي او دا به ورته په ميراث پاتې شي او وروسته وروسته به ورته جوته شي.

په ځي��و هغو سيمو کې چې بهرنيانو زیاته جګړه کړې، نوي پيدا کېدونکي ماشومان په يوډول نه يوډل جسمي ستونزې لري، يا موټېشن پيدا کېږي او يا هم په نورو هغو ناروغيو اخته وي، چې درملنه يې ناشونې وي، خو ددې ټولو ترڅنګ په دې ډول سيمو کې اوس اوس د نورو خطرناکو ناروغيو ويره هم جدي ده.

له جګړې ځپلو سيمو د سرطانونو او يا هم د سږيو د جدي ناروغيو راپورونه ورکول کېږي. بله برخه هغه ماشومان چې په دا ډول سيمو کې زيږيږي، هغوی د زړه د سوري کېدو په ناروغيو اخته وي، چې د درملنې لپاره يې هېڅ ډول امکانات په کور د ننه نشته او په دې برخه کې مو هم ځينو نړيوالو ته لاس نيولی وي.

ښه مې ياد شي، په ۲۰۰۵ او شپږمو کلونو کې د ننګرهار په توره بوړه سيمه کې په حيواناتو کې يوډول خطرناکه ناروغي خوره شوه، چې وروسته بيا جوته شوه، په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو له القايدې سره په جګړه کې له خورا خطرناکو وسلو کار اخستی وو.

ددغه ډول څه سپيناوی شايد ډېر ستونزمن شي، چې بهرنيا دې پر خپلو دې ډول کړنو عتراف وکړي، چې دوی له څه نه کار اخستی. د بشري حقونو او د جګړې د اصولو له مخې دوی بايد له داسې څه کار نوی اخستی، چې په وروسته کې د سيمې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او يا هم په سيمه کې اوسېدل ناشوني کړي.

د هلمند، کندهار، روزګان، ننګرهار او نورو ولايتونو کې په طالبانو پسې په شويو عملياتو او جګړو کې چې کومې وسلې بهرنيانو کارولې، د هغه په تړاو داسې هم ويل کېږي، چې ګويا په دې کې اټومي ذرات کارول شوي دي، چې په دې سره د خلکو ژوند ته ګواښ پېښولای شي.

په ټوله کې د بهريانو له لوري تر سره شوې سرغړونې، چې د جګړو په سيمو کې يې خلک تر ګواښ لاندې ونيول، نه بښل کېدونکي دي. د هغه څه ترڅنګ چې ويل کېږي، په ځينو سيمو کې يې عام وژنې وکړې، لکه د کندهار په زنګاوټ، لکه د فرا د واده په مراسمو بريد، لکه په ننګرهار کې لکه د وردګو ولايت په نرخ او نورې سيمو کې، خو په ټوله کې هغه نړيوال چې نورو ته د جګړې اصول ټاکي، پخپله په هغو ټولو ورخېژي او هغه ټول نورمونه تر پښو لاندې کوي.

که څه هم د بهرنيانو په تړاو ويل کېږي، چې دوی خلک تر خاورو لاندې کړي دومره وژنې يې وکړې، چې حساب يې نشته. دوی دا کار ځکه کوي، چې څوک نشته له دوی سره حساب کتاب وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان له لوري يوازې راپور خپريږي، خو فکر کېږي، چې دا راپور به هم د امريکا او په ټوله کې د نړيوالو په اشاره سره خپور شوی وي، چې شايد تر شايې نور اهداف پټ وي.

که چېرې نوی افغان حکومت له امريکا سره امنيتي تړون لاسليکوي، نو پکار ده، چې تر شپنيو عملياتو دې ټکي ته زياته پاملرنه وکړي او پکار ده، چې تر عام وژنو وړاندې د راتلونو نسلونو دا ډول قربانۍ ختمې کړي، ځکه اصلي وژنې دا دي.

دا سمه ده، چې له امريکا سره د افغانستان امنيتي تړون د افغان لوري په ګټه دی، خو دا تړون بايد د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره د سر په قېمت تمام نشي.

بل لورته له ناټو سره چې کوم تړون لاسليک کېږي، هغه ته هم بايد پام وشي، د نور څه تر څنګ د خطرناکو وسلو له استفادې بايد وګرځول شي او په دې برخه کې يې بايد لاسونه وتړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *