تاند- دا پتنګ نه دی بلکې کوچنۍ بې پېلوټه الوتکه یا ډرون ده. دا الوتکه، چې د امریکا پوځ او اړوندې کمپنۍ یې تولیدوي، د څار په وسایلو سمبال ده.
که څه هم ویل شوي چې د مچۍ او مچ هومره وړې بې پېلوټه الوتکې هم جوړې شوي خو ښايي دا د نړۍ یو تر ټولو کوچنۍ بې پېلوټه الوتکه وي چې اوس د امریکا پوځ ورڅخه کار اخلي.
د سي این بي سي تلویزیون د راپور له مخې، له دې الوتکې څخه حتي په افغانستان کې هم کار اخیستل شوی. د دې بې پېلوټه الوتکې وزن صرف ۱۸ ګرامه دی، په مخکینۍ برخه کې ۳ کمرې لري چې تصویرونه خپل مرکز ته لېږي.