تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون نن /سې شنبه/ وویل، د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ یې د افغانستان په ختیځ کې یو پوځي ووژل شو او ۴ نور ژوبل شول.

د پینتاګون په وینا په ټپیانو کې دوه په روغتون کې بستري شوي خو دوه نور رخصت شوي او بېرته خپلې دندې ته ستانه شوي دي.

د امریکا پوځ د پېښې دقیق ځای نه دی په ګوته کړی خو ویلي یې دي چې په ننګرهار کې له دښمن سره په وسله واله نښته کې د دوی پوځي وژل شوی دی.

د امریکا پوځ او دفاع وزارت دا هم نه دي ویلي چې نښته له طالبانو که داعش سره شوې. په ننګرهار ولایت کې داعش لا ډېر فعال دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي«موږ د خپل پوځي پر وژل کېدو سخت خواشیني یوو. په دې سخت حالت کې د ټپي شویو پوځیانو له دوستانو او د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي کوو.»

امریکا په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۴۰۰ څخه شاوخوا ۱۵ زرو ته زیات کړی او په جنګي عملیاتو په تېره بیا هغو عملیاتو کې چې د داعش پر ضد کېږي، د امریکايي پوځیانو ښکېلتیا ډېره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *