تاند- په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د بریتانیايي پوځیانو ترڅنګ د خدمت په ترڅ کې ۱۰ تنه فیجي وال هم وژل شوي دي.

د بریتانیا په پوځ کې د فیجي، نیپال او ګڼو نورو هیوادونو اتباع ، چې د بریتانیا مستعمرې پاتې شوي دي، د عسکرۍ خدمت کوي.

د بریتانیايي پوځیانو په منځ کې نیپالي پوځیان، چې په ګورخه مشهور دي، د دوی په نظر تر ټولو تکړه ځواکونه دي.

د افغانستان په جګړه کې تراوسه پوري ټولټال ۴۵۳ بریتانیايي پوځیان وژل شوي چې له امریکايي پوځیانو وروسته تر نورو ټولو هیوادونو زیات دي.

بریتانیا غواړي چې د سږ کال تر پایه خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي. اوس هم دغه هیواد خپل ډېر پوځیان ایستلي، اکثره اډې یې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي یا ړنګې کړي دي.

اوس په هلمند کې یوازې باسټین کمپ ورپاتې دی چې د کال تر پایه به یې خالي کړي.

د فیجي لومړنی پوځي د ۲۰۰۶ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په هلمند کې د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو. له دې شاوخوا دوه کاله وروسته د ۲۰۰۸ میلادي کال د مې په دوهمه یو بل فیجي وال پوځي ووژل شو. د هغه موټر په ماین والوت.

په ۲۰۰۹ میلادي کال دوه فیجي وال سرتېري په دوو میاشتو کې دننه ووژل شول. په دې ډول د فیجي والو تلفاتو دوام وکړ تر دې چې د هغو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *