تاند- د امریکا یوه پوځي چارواکي د دغه هیواد این بي سي تلویزیون ته وویل چې نن /شنبه/ په افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په برید کې ووژل شول.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ایساف ویلي و چې نن یې په افغانستان کې دوه غړي د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو په برید کې وژل شوي دي.
ایساف د خپلو وژل شویو سرتېرو ملیت، نومونه او د پېښې دقیق ځای تر هغو نه اعلانوي چې د وژل شویو عسکرو د کورنیو غړیو ته مالومات نه وي ورکړای شوي.
خو این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل وايي چې یوه امریکايی پوځي چارواکي تایید کړه چې وژل شوي پوځیان امریکایان دي.
دغه امریکايي چارواکي نه دي ویلي چې دا دوه سرتېري یې چیري وژل شوي دي. خو اکثره امریکايي پوځیان په جوب او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې مېشت دي او اکثره حملې هم په دغو سیمو کې پرې کېږي.
د دغو دوو امریکايی پوځیانو له وژل کېدو سره په روانه جولای کې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد.په همدې حال کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په خوست ولایت کې د یوې زورورې چاوذنې په نتیجه کې ۶ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد په وینا دا پېښه پرون مازدیګر د خوست په صبریو ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو امریکايي ټانک پر ماین وربرابر شو.
ده همداراز ویلي چې په وروستیو کې طالبانو خپل تاکتیک بدل کړی او له خورا زیاتو انفجاري موادو څخه کار اخلي.
په وروستیو کې لوېدیځو رسنیو هم د امریکايي قومندانانو له قوله ویلي و چې طالبان اوس د پخوا په پرتله له ډېرو قوي چاودېدونکو موادو څخه کار اخلي.
د ۴۵ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا
په همدې حال کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې نن د د پاکستان پولي ته څېرمه د هلمند ولایت په جنوبي ولسوالیو کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دا وسله وال طالبان د هلمند په دیشو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ادعا شوې ده چې وسله وال سخت دریځي هغه مهال ووژل شول چې تازه د نیمروز ولایت پر چاربولک ولسوالۍ له حملې وروسته د هلمند دیشو ولسوالۍ ته ستنېدل.
طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.