تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا ۸۰ پېښې تر اوسه په څوارلسو ولایتونو کې تثبیت او پنځه تنه روغتیايي کارکوونکي هم په دې وایرس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پيکان نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، له دې منځه یو روغتیايي کارکوونکی په کندهار او څلور نور په هرات کې د کورونا په وایرس اخته شوي دي.
نوموړی وايي، د کورونا په ۸۰ افغان ناروغانو کې یې ۲۸ تنه هغه دي چې ایران ته یې سفر کړی و: «په دې ډله کې ۲۳ تنه یې هرات او پنځه تنه په نورو ولایتونو کې تثبیت شوي چې ایران ته یې د سفر سابقه لرله.»
پیکان زیاتوي، تر دې دمه د کورونا ۵۷ مثبتې پېښې په هرات، اووه پېښې په کابل، ۴ پېښې په سمنګان، ۳ پېښې په لوګر، په فراه، نیمروز، زابل او بلخ کې دوه دوه پېښې، په غزني، کندهار، غور، بادغیس، کاپيسا او ډایکنډي کې یوه یوه پېښه او د ناټو غوڅ ملاتړ ځواکونو په لیکو کې هم ۴ پېښې ثبت شوې دي.
د پیکان په وینا دا مهال په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې چې له ایران سره ګډه پوله لري، مطلق ګرځبندیز وضع شوی دی: «موږ ته له ۲۹ ولایتونو څخه مشکوکې پېښې راغلې دي، موږ تر اوسه ۸۰۰ مشکوکې پېښې څېړلې دي، د کورونا پيښې زیاتېدای هم شي.»
د پیکان په خبره حکومت په ټول هیواد کې د کورونا د سرایت د مخنیوي لپاره د مطلق قرنطین او ګرځبندیز لپاره پوره تدابیر لري: «خلک باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي، هغوی چې له بهره راګرځي باید ۱۴ ورځې په کور کې قرنطین شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا اټکلي شمېرې ښيي چې کیدای شي په افغانستان کې په کورونا ناروغۍ ۲۵ میلیونه انسانان اخته شي او له منځه یې ۱۱۰ زره مړه شي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د وروستیو معلوماتو پر اساس د کورونا وایرسو تر ټولو عامې نښې دا دي:
په سلو کې ۸۸ کسانو تبه، ورپسې ۶۸ سلنه وچ ټوخی، په سلو کې ۳۸ ستوماني، په سلو کې ۳۳ بلغم، په سلو کې ۱۹ ساتنګي، په سلو کې ۱۴ د ستوني درد او په سلو کې ۱۵ د ځان درد لرلی دی.
یوازې په سلو کې له ۴ تر ۵ اسهال او خواګرځي لرلې ده.