لیکنه: ژورنالېست شیروان ودان
دا چې په افغاني ټولنه کې د مطالعې کول په دروسته توګه مروج شوي نه ده او ډېری کسان پدې نه پوهېږي چې څه ډول مطالعه وکړي او څنګه له مطالعې سره خپل ذهن اعیار کړي؟ نو ویلی شو چې یا د مطالعې په ارزښت نه پوهېږي، یا د مطالعې چل نه ورزي چې څه ډول مطالعه وکړم او یا له استادانو لخوا دوی ته د مطالعې کولو طریقې نه دي ورښول شوي.
که له لوستونکو څخه وپوښتل شي چې ولې مطالعه نه کوې نو بې له فکره به درته ووایي چې په ذهن مې بوج راوړي، بې حوصلې کیږم ورته، او یا مطالعه کوم خو په ذهن کې مې نه کیني….
نو بنآ ویلی شو چې اصلآ دوی د مطالعې کولو په طریقه لکه څه ډول چې پکار ده د هغه لارو چارو څخه بې برخې شوي چې له دې طریقو نه په نااګاه توب دلالت کوي.
خو ډېری نظر خاوندان پدې ټنګار کوي چې په افغاني ټولنه کې د مطالعې ارزښت او اهمیت تر ډېره حده سوشل (social Media) ټاکنی کړی دی.
مطالعه څه ته وایي ددې ترحنګ ارزښت او اهمیت یې څه دی؟ پدې غواړم وغږېږم.
لکه انشټین نومي عالم وایي چې:
“چټک پرمختګونه، بریالیتوبونه، خوښ ژوند او پیاوړی شخصیت د مطالعې له برکته تر لاسه کیږي، نو که پورتنۍ ځانګړتیاوې خپلول غواړئ، تر هر څه ګټورې مطالعې ته پونده ورکړئ”.
دا چې مطالعه څه ده، ګټوره مطالعه کومه ده او له کومې لارې کولی شو چې ښه مطالعه وکړو نو لومړۍ د حمیدالله حمیدي ژباړه ګورو او ورپسې د مطالعې ارزښت او اهمیت، د مطالعې اصول او ځانګړتیاوې او دیته ورته نورو مهمو نقاطو باندې غواړم په تفصیل سره خبرې وکړم.
“مطالعه څه شی ده؟ ګټوره مطالعه کومه ده؟ له کومې لارې کولای شو چې ښه زده کړه وکړو؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې تل د یوه ښوونکي او زده کوونکي په ذهن کې موجونه وهي.
په دې در سره خبرې کوو، چې ګټوره مطالعه څه ده، تر څو وکولای شو چې په وسیله یې خپله پوهه لوړه کړو. او دغه راز وکولای شو په ښه او دقیق ډول خپل زده کړي څه نورو کسانو ته ورسوو.
پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره وېلو ته مطالعه وايي. مطالعه، چې په انګرېزي ژبه کې ورته study وایي معنا يې د تحصیل او درس ویل دي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي.
مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، دا مطالعه ده چې انسان له نړۍ څخه خبروي، له خپل دين او ديني اصولو څخه يې خبروي او دې ته ورته نورې اړینې ګټې لري، چې انسان ورته په خپل ژوند کې اړتیا لري. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه، چې غواړئ په کتاب کې یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.
د هر کار له کولو مې مخکې د هغه کار په هدف او موخه باندې باید ځان پوه کړو، چې دا څه یوازې او یوازې د مطالعې په اړه تر لاسه کولای شو.
مطالعه یوه پر له پسې شرطي او اکتسابي مرحله ده، چې بېلا بېلې برخې لري. له مطالعې مخکې مهارتونه، له مطالعې وروسته تیاری، چې په وسیله یې کولای شو، په هره برخه کې خپل معلومات زیات کړو. په مطالعه کې تر ټولو اړینه او مهمه خبره داده، چې ځان ور سره عادت کړو، تر څو مطالعه کول مو د ورځنیو چارو یوه برخه وګرځي”.
اوس پدې غږیږو چې د مطالعې لپاره کوم اصول باید په نظر کې ونیول شي ترڅو ښه قوي او د هر وخت لپاره ښه مطالعه وکړو؟
مطالعې اصول:
ټول محصلان، شاګردان او په ټوله کې لوستونکي هغه اصول کوم چې لاندې ښودل شوي؛ باید ورته متوجې شي او خپلو مطالعو ته دوام ورکړي:
۱: د مطالعې لپاره ارام مغزه او روحي فشار نه درلودل ضرور ګڼل کیږي یعنې که لدې سره مخ وو نو پدې وخت مطالعه کول کومه فایده نلري.
۲: که څوک مطالعه کوي نو په هغه وخت کې لوستونکی باید وږی نه وي او نه باید دومره موړ وي چې بیا د مطالعې خنډ ګرځي.
۳: د مطالعې لپاره مناسبه رڼا ضرور ده خو دومره زیاته رڼا هم نه چې سترګې وبرېښوي. په تیاره ځای کې مطالعه کول ښه نه ده ښودل شوي چې بیا د مطالعې لپاره خنډ ګرځي.
۴: د مطالعې لپاره ارام محول پکار دی چې هلته کوم شور،غږونه او ځوږ نه وي تر څو تمرکز مو بدل نه شي.
۵: د ډيرې خوشالۍ پرمهال هم مطالعه کول نه دي ښه او برعکس د غم او خفګان په وخت هم مطالعه نه ده پکار.
۷: په یخه ساحه کې مطالعه کول هم د تمرکز بدلیدلو سبب ګرځي او نه دومره ګرمه ساحه وي چې ګرمي د وشي.
۸: د داسې مضامینو مطالعه هم نه په کار چې پرې پوهېږې نه او نه به داسې کتابونه مطالعه کوې چې له سویې مو لوړ وي ځکه چې بیا مو له مطالعې کولو زړه توري کوي.
۹: د ويرې په حالت کې به مطالعه نه کوئ.
۱۰: داسې کتابونه به مطالعه کوئ چې مینه او علاقه مو ورسره وي او برعکس داسې شیان به نه مطالعه کوئ چې علاقه ورسره نلرئ.
۱۱: کله چې کتاب مطالعه کوئ نو کتاب به ډېر سترګو ته نژدې نه نيسئ او نه به يې ليرې نيسئ؛بلکي په داسې ډول به يې نيسئ چې سترګې يې په هوسايۍ
سره ويني.
۱۲: د مطالعې لپاره ګوښي کوټه، میز او چوکۍ اړین ګڼل کیږي.
۱۳:د مطالعې د پاره شنه ارامه ساحه په نظر کې نیول، هغه څه دي چې موږ به تل خپل ذهن په بیلابېلو معلوماتو بډایه کړی وي.
پایله:
په اخر کې دې پایلې ته رسیږو چې که په بشپړه توګه پورتنۍ خبرو باندې عمل وکړو نو لیرې به نه وي چې خپل ژوند به مو له جهل او ناپوهۍ نه د روښانه ژوند پر لور سوق کړی وي؛ او له پرمختګونو،بریالیتبونو، ښه ژوند کولو او د یوه ښه شخصیت په جوړولو کې به مو ځان په نورو منلی وي.
همدا مطالعه ده چې له هر ډول پرمختګ، کلتور، تاریخ او کړو وړو……. څخه مو خبروي او په مقابل کې مطالعه خلک د بهبود په لور ټېل وهي.
د یو سرلوړي او اباد افغانستان په هیله!
درنښت اومینه!
ژورنالېست شېروان ودان