ليکنه: محمد حامد اکبري

که څه هم په افغاني ټولنه کې د ناوړه دودونو او رواجونو مخنيوی ستونزمنه موضوع ده،خو اړينه داده چې د دې شومې پديدې ريښې له بېخه ووېستل شي،د دې پر ځای چې په دې هېواد کې دا پديده وده وکړي،ټولنې او کورنۍ پرې لتاړې شي،اقتصاد مو زيانمن کړي،ټولنيزې اړيکې مو وځپي بايد له وړاندې يې پر وړاندې غبرګون وښودل شي. خو پوښتنه دا ده چې له دې پدېدې سره د مبارزې لپاره کوم ارګانونه ډېره اغېزه لري. حکومت،دين پوهان او قومي مشران،رسنۍ،مدني ټولنې او ځوانان په ګډه توګه دې بار ته اوږه ورکولی شي او ټولنه د رواجونو څخه له رازېږېدلو بدمرغيو ژغورلی شي.

  • حکومت بايد په ټولنه کې لومړی ناوړه دودونه او رواجونه په نښه کړي او وروسته د هغه د مخنيوي لپاره چټک ګامونه واخلي.
  • حکومت کولی شي چې په بېلابېلو جشنونو او نورو غونډو کې د بېځايه او اضافي لګښتونو پر وړاندې د لګښتونو د مخنيوي قانون پلی کړي ،د بېلګې په ډول حکومت دې په هوټلونو کې د لګښتونو د مخنيوي پر وړاندې د قانون مطابق  پياوړي ګامونه واخلي.
  • قومي مشران او ديني عالمان بايد د ناوړه رواجونو د مخنيوي لپاره عامه پوهاوی رامنځ ته کړي؛هغوی بايد وګړي په دې وپوهوي چې لګښت پالنه،موډپالنه او داسې نور رواجونه د دوی په زيان دي او ټولنه د بدمرغيو کندې ته ټېل وهي.
  • قومي مخور او ديني عالمان بايد هغه ټولنيزې ستونزې او نيمګړتياوې په نښه کړي  چې په ټولنه کې اخلاقي او اقتصادي زيانونه رامنځ ته کوي.
  • د پوهنتونونو،مدرسو او ښوونځيو استادان او زده کړيالان بايد هم په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي او تر وروستني حده پورې دې دناوړه رواجونو په مخنيوي هڅې وکړي.
  • مدني ټولنې او مدني فعالان د ټولنې يوه بله خوځنده برخه ده چې د سيمينارونو،تبليغاتو،غونډو جوړولو او نورو لارو چارو په واسطه کولی شي په ټولنه کې له ناوړه او اقتصاد ځپوونکو راواجونو سره مبارزه وکړي.
  • د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د ناوړه دودونو او رواجونو فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي او د بهرنيو هېوادونو د کلتوري لاسوهنو مخه دې ونيسي؛کوم چې د په افغاني ټولنه کې د نفوذ پيدا کولو په هڅه کې دي او همدارنګه ياد وزارت بايد له رسنيو څخه په خپرېدونکو خپرونو کنټرول ولري.
  • د اطلاعاتو اوکلتور وزارت بايد هغه بهرنۍ ډرامې او سريالونه بند کړي چې د ټولنې وګړي لګښت پالنې،موډپالنې او اخلاقي انحرافاتو ته هڅوي.
  • د حج او اوقافو وزارت بايد د قومي مشرانو،ملايانو او نورو لوستو کسانو د همغږۍ لپاره کار وکړي او په ټولنه کې دې د بېلابېلو اسلامي خپرونو او پروګرامونو له لارې خلک وهڅوي چې د ناوړه او اقتصاد ځپوونکو رواجونو لمن پريږدي.
  • رسنۍ بايد د هغه پروګرامونو له خپراوي ډډه وکړي چې د اسلامي او افغاني اصيل فرهنګ خلاف وي او داسې پروګرامونه او خپرونې   جوړ ې کړي چې د ټولنې د وګړو په اخلاقي او معنوي سويه کې مثبت بدلون راولي او هغوی ته اسلامي او اخلاقي ارزښتونه ور زده کړي؛تر څو د ژوند په ټولو چارو کې له اسلامي اصولو څخه کار واخلي.
  • د کورنۍ مشر او نور غړي بايد د خپلو لګښتونو لپاره منظم پلان ولري،هغوی بايد په دې وپوهيږي چې لومړی بايد د کومو توکو او اجناسو رانيولو ته لومړيتوب ورکړل شي،همدارنګه له هغه لګښتونو ډډه وکړي چې د ناوړه دودونو او رواجونو په پايله کې رامنځ ته کيږي چې په حقيقت کې هغه ته هېڅ اړتيا نه ليدل کيږي.
  • کورنۍ بايد هڅه وکړي چې اقتصاد يې د بهرنيو دوديزو او کلتوري تغيراتو تر سيوري لاندې رانشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *