دا چې ځان وژنه یا ځان سوزیدنه یوه عامه پدیده، چې په ټوله نړۍ کې خلک ورسره مخ دي. نو په افغانستان کې بیا په ځانګړي ډول په پښتني ولایتونو او سیمو کې هم دا پدیده ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو شوې ده. په داسې حال کې، چې د اسلام له نظره هم یو ناروا عمل بلل شوی.
لکه څنګه چې زموږ په ګران وطن افغانستان کې ډېرې ستونزې، تکلیفونه او زحمتونه شته او ګالو یې. په ځانګړي توګه د درې لسیزوجګړو په ترڅ کې مو ډېری هېواد وال له خپل وطنه بې ځایه شول، روانې ناروغیو او فشارونو سره مخ شول، د خپلی کورنۍ غړی یې له لاسه ورکړل، له فقر، نیستۍ، بېکارۍ او دېته ورته نورو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي، چې په پای کې دېته مجبوریږيو چې یا ځان وژنه(خودکشي) وکړي، او یا ځان سوزیدنه ترسره کړي.
چې دا ستونزه په خوست ولایت کې هم زیاته شوې ده، چې ډېری ځوانان او پېغلې په خپله یا ځان زندۍ کوي، یا زهر خوړلو ته زړه ښه کوي، او یا ځان د مرمۍ ښکار ګرځوي، چې له دې فاني نړۍ سره مخ ښه وکړي.
سره ددې چې خوست میشتي ځوانان او پېغلې په علمي لحاظ نسبت پخوا ته یې د علم او پوهې ترلاسه کول ګراف لوړ شوی. او عامه اذهانو پوره تغیر کړی او د ښو او بدو ترمنځ په ډېرې اسانۍ توپیر کولای شي، بیا هم په اوسنیو حالاتو کې د داسې پېښو سره مخ کیږي.
د ځان وژنې علایم کوم کیدای شي؟
متخصصين وايي چې ځان وژنې خپلې نښې نښانې لري چې لرونکي یې کیدای شي په ځان وژنه لاس پورې کړي. په دغو علایمو کې خفګان، یوازېتوب غوره کول،د نشه يي توکو استعمال، ټولنيز رواني فشارونه، بيکاري، بې وزلي، له کورنيو او ټولنې ترمنځ فاصله یا لرې کيدل، اقتصادي مشکلات، سختۍ،بحراني حالات او داسې نورې نښانې هغه څه دي،چې
د ځان وژنې سبب ګرځي.
د اسلام له نظره!!
ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)
عن جُنْدَبُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الْبَجَلِيُّ قال : قَالَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ رَجُلًا مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ،خَرَجَتْ بِهِ قُرْحَةٌ ،فَلَمَّا آذَتْهُ ،انْتَزَعَ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِهِ فَنَكَأَهَا ،فَلَمْ يَرْقإِ الدَّمُ
حَتَّى مَاتَ ،قَالَ رَبُّكُمْ : ” قَدْ حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ ” .
د جندب بن عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاةوالسلام وفرمایل:
په مخکنیو خلکو كې په یوه کس دانه را وخته. کله چې هغه د دغې دانې نه ډېر په تکلیف شو، نو هغه د خپلو غشو د کڅوړې نه یو غشی را وویست او هغه دانه يې پرې څیري(پرې) کړه او هغه د وینې د نه بندېدو له امله مړ شو. رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: الله عزوجل وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړ.
د حدیث فائدې:
۱: ځان وژنه حرامه ده او په ځان وژونكي جنت حرام دی.
۲: په ځان وژونكي جنت حرام دی، ځکه كېدای شي هغه خپله وژنه داسې حلاله ګڼلي وي لکه یو کس چې شراب حلال ګڼي، نو د هغوی ځای بیا دايمي جهنم دی.
د ځان وژنې یا خودکشۍ د خلاصون لارې!
ديني زده کړو لرل، عامه پوهاوی، سالم مصروفیت، بيلابيلو ځايونو ته د سیاحت دپار سفرونه کول، فقر له منځه وړل، ټولنیزو حالاتو سره ځان اعیارول، تفریحي ځایونو ته تلل،په چارو کې هڅونه او تشويق او په کورنيو چارو کې واک او صلاحيت ترڅنګ د کورنۍ د مشرانو له لوري منقابل احترام او هڅونه هغه څه کیدای شي، چې د ځان وژنې مخه ډب کړي!.
پایله
که موږ په بشپړه توګه تاریخ مطالعه کړو، نو پوه به شو، چې څومره سختۍ، مشکلات او کړاوونه برداشت شوي، خو اوس وخت کې زغم، حوصله او صبر له کموالي، بېکاري،د بیلابیلو پدیدو او بحراني ټولنیزو حالاتو د نه قابو کولو په اساس د داسې پېښو ښکار کیږو.
دا چې په افغاني ټولنه کې ځان وژنې ته په بده سترګه کتل کېږي او خلک په دې باور دي،چې هغه څوک چې ځان وژني خدای یې هېڅ کله هم نه بښي. خو سره له دې بیا هم دغه ډول پېښې د خلکو اوچارواکو په وینا مخ پر زیاتېدو دي.
درنښت او مینه!
د یوه سرلوړي او اباده افغانستان په هیله!
ژورنالېست شیروان ودان