کونړ ولایت مقام او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ ریاست په همکارۍ کونړ کې د کریکټ شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې چې د وطن سره مینه، خپل  وطن ګل وطن،هېواد سره مینه،سولې اتلان،هېواد پالنه اوسرکاڼوځوانان په نومونو د مرکز (۶)ټيمونو پکې برخه اخیستې وه ،سیالیو دوه ورځې دوام وکړ او د سولې اتلانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې .

په پای لوبه کې د خپل وطن ګل وطن لوبډلې سیالې لوبډلې سولې اتلانو ته  د (۱۶۰) منډو هدف ورکړ چې د سولې اتلانو لوبډلې وکولای شو په پیلوونکو دوه لوبغاړو سره د سیالې لوبډلې هدف پوره او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي .

د پای لوبې په مراسیمو کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال سربېره ،د ولسي ملاتړ ریاست استازو، مرستیال والي د کونړ کریکټ بورډ رئیس ،ځوانانو ،علماوو او قومي مخورو برخه اخیستې وه ،چې چمتو شوې ډالۍ د همدغو مشرانو په لاسونو په لوبغاړو وویشل شوې .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ورزش د روغتیا ،ځوانانو ترمنځ د یووالي او اړیکو پياوړتیا په برخه کې خورا مهم وباله او ځوانان یې د زده کړو ترڅنګ ورزش ته وهڅول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *