داکټر صلاح الدين وزيري –
دغسې یو طبیعي تړاو ته له ډېره وخته اړتیا وه، چې درې لسیزې وروسته افغانان خپل حکومت ته د خواخوږۍ او یا کرکې له معمولي ديده ور اخوا په طبيعي نظر ګوري.
دا باور کولای شي، د حکومت دوام تضمین کړي او د زمان له ټولنیزې شعوري ودې سره مرسته وکړای شي.
درې عمده عوامل په عامه اذهانو کې د حکومت د مقام د ترمیم لامل شوي دي؛ له امریکا سره د امنيتي تړون پرسر د افغان ولسمشر جدي دريځ، په ۲۰۱۴ کې له بهرنیانو تش افغانستان او له بګرام زندان څخه جنګي ليکو ته د طالب بندیانو مستقيم تګ.
دا شپې ورځې هغه تلوسه خورا سړه شوې، چې د لویې مشورتي جرګې د تدوير په ورځو کې یې له ولسمشر کرزي لار ورکه کړې وه. د جرګې پرمهال عام نظر په دوو مطلقو دريځونو وېشلی وو، پرته له قید و شرطه دې تړون لاسلیک شي، مطلق دې تړون رد شي. دا تحليل د طالبانو په هکله ندی، د هغو خلکو په هکله دی، چې موږ ورته د ولس خطاب کوو، په سیاسي پروسو کې یې رایې او په ملي دايره کې یې وجود ته ضرورت لرو. د مطلق پلویانو د طالب او جنګسالار له تکراره په تېښتې کې د امريکا د پوځ سيوري ته پنا وړله او د رد پلویانو دا د خپل تاريخ او یا مستقبل لپاره د خپل غرور توهين ګاڼه.
هغه بحثونه چې له تېرو دريو میاشتو د امريکايي چارواکو او افغان ولسمشر ترمنځ يې په جديت او ناندريز ډول دوام وموند سوکه، سوکه له تړون سره هم د معلوماتو او هم دريځونو پر بنیاد د خلکو د اشنایۍ سبب شول. ښايي دا به له یو نړیوال قدرت سره د افغانستان لپاره د ولسي او حکومتي شريکې معاملې یوازينۍ وي، چې سنجیده ور روان یو. نه یوازې امريکا ټول وضع شوي شرايط منلي په ګاونډيو او سیمې هېوادونو کې احتمالي او بالقوه حساسيتونه چې د افغانستان په مستقبل کې خطرناک ګڼل کېدای شوای را کم شول. د افغانستان د تاريخ لیکنې تجربو ته په پام که نړیوالو تعاملاتو ته ډېر له افراطي ديده ونه ګورو، د راتلونکي تړون مسووليت به د هېڅ پخواني په شان د یو ولسمشر فردي مسووليت یا ملامتي شمار نشي.
افغانستان د خپل اقتصادي بحران پر خوا چې ملا به نه ماتوي، خو ملا به مو خامخا کږوي سوکه، سوکه شپږ ګامونه ور اخستي دي. په ملي عوایدو کې شل سلنه کمی راغلی، سوداګرو د سيمه ييزې لابي هلې ځلې پیل کړي او کېدای شي، دا د هغو اقداماتو بنيادي برخه وي، چې له فابریکو او ملي توليداتو وړاندې د حیاتي بقا لپاره باید واخستل شي. دا یوازې اقتصاد ندی، چې د افغانستان په دوه زره څوارلسم کې باید خپل مؤثریت ثابت کړي، بلکې امنیت هم باید د داخلي امکاناتو او میکانیزم پر بنسټ د خلکو د سر او مال د تضمین جوګه شي. په داسې حال کې چې امريکایانو خپل ۱۹۳۸ ماین خنثی کوونکي ټانګونه افغان اردو ته د ورکولو پر ځای کباړ کړل، افغان دولت له هند سره د وسلو او الوتکو د یو قرارداد مهمې مرحلې ته داخل شوی دی. هغه امنيتي ځواک چې د امريکا د وسلو او کمربندونو په ډالیو له ولسي باوره غورځېدلی وو، هغه اعتماد ته په رسېدو دی، چې پرته له امريکا خلکو ته خپل او حتی د سرونو ضامن ښکاره شي. له بلې خوا افغان دولت هم هڅه کوي، ځواکونو ته د تجهیز، تمویل او روزنې نوې او سیمه ییزې منابع ولټوي. له بلې خوا کله چې د بهرنيانو د وتلو مرحله رانږدې کېږي، خلک د یو داسې ځواک د شتون ضرورت احساسوي، چې د یاغي او ملېشيي چريکانو د خورو ورو پاچاهيو په احتمالي جنګونو یا مقابله کې پنا ور وړي او کېدای شي و وايو؛ خلک په دولت له انتقادونو سره سره د داسې یو بدلون لپاره ذهناً جوړ ندي، چې بيا دې طالبان یا پخواني جنګسالاران واک ته ورسېږي.
اوس طالبان د ځان او هغو محدودو کورنيو لپاره اهمیت لري، چې ګټې یې ورسره خوندي دي او یا له طالبتوب پرته ماهیت له لاسه ورکوي. په عامه کچه په وروستیو دريو کلونو کې طالبان په خپلو محلونو کې له پخوانیو جنګسالارانو سره د کردار خاص توپيرونه نلري. طالب محلي قوماندانانو د دورې په زور له عشر اخستنې نيولې د دريو ښځو تر نکاح پورې له کليوالو سره د اجباري برخورد ډېر عملونه د خپل حاکمیت په لاره کې خنډ کړي دي.
کله چې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه محدود شول او له خصوصي شرکتونو یا مافیایی ډلو ورغځېدلي د حق سکوت چېنلونه وچ شول طالبانو په وړو ګټو او شوړو مخ را اړولی دی، دا ګټې د پنځو ونو د حاصل له عشره نیولې د کلیوالو دوکانونو تر میاشتنۍ ماليې رامحدودې شوې دي. طالبان په دغو اعمالو خلک ځوروي. ځايي خلک وايي، اساسي ستونزه داده، چې طالبان يوازې طالبان دي په هېچا ورګډېدای نشي، هغوی غرور کوي، خلک تر ځان سپک ګڼي، عزت یې تر طالبتوبه مشروط کړی، کليوالي مشرۍ او جرګې مرکې یې یرغمل کړې او په محکمو کې نه چې حتی په کلیو کې فیصلې کوي، د دوی په خبره هر طالب د خپل کلي او محل ملا عمر دی او دا پخپل ذات کې د طالبانو حیات ته داسې مثال دی، لکه مېږی چې وزر وکړي او پښتانه و وايي، ورکه یې راغلې ده!
په وروستيو څو اونيو کې چې له باګرام څخه کوم طالب بندیان خوشي شوي، یو زیات تعداد یې بېرته جنګي ليکو ته ستانه شول، دا په ډاګه کوي، چې طالبان له جنګ پرته ګذاره نکوي او هغه جنګ چې په حرفه بدل شي، د کليوالو لپاره شډل عمل دی، چې ملاتړ به یې ونکړي. له باګرام نه خوشي شوي بندیان د ولسمشر د مطلقې عاطفې په اختر کې خپل میدانونو ته ستانه شول، په ویاړ یې د ماشیندارو زربې وشوې او کلیوالو ته یې په ډاګه کوله، چې دوی د خپلو محلونو ابدي پاچاهان دي. کله چې د عوامو په ذهنیت او دريځ خبره کېږي، بندیان ادعا کوي چې د ځايي خلکو د معلوماتو او جاسوسۍ پر بنسټ امريکایانو نیولي او دغه انتقامونه د جنګ له پیل مخکې پيل شوي دي.
په کلي کې اټکل کېږي او د خلکو له دريځه معلومېږي، چې د پسرلي په سرنوشت ټاکونکې جګړه کې چې طالبان غواړي د بهرنيانو خلا ډکه کړي او افغان حکومت په ګونډو کړي ښايي ډېری خلک د طالبانو پر ضد له افغان دولت سره ودرېږي، دا به د حکومت ځيرکتیا او ستراتېژي وي، چې څومره امکانات او شرايط د ځان په ګټه او ولس په خپل ملاتړ کارولی شي.