کله چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي، په افغان سوله کې د امریکا استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد تر افغانستان پاکستان ته شاید ډیر سفرونه کړي وي. او پاکستان هم وخت ناوخت د افغان سولې په اړه فرمایشونه او سپارښتنې کوي په دی نه غږیږم چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تر کومې کچې دي.

دلته یوازې په دې خبره کوم چې پاکستان ولې په افغانستان کې سولې ته دومره لیواله دی، د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د سولې د تړون په لاسلیک کې ګډون هم دا مانا لري چې تر هرچا ډير پاکستان دی سولې ته خوشاله دی.

د پاکستان او لوېدیځ ملګرتیا په افغانستان کې د جهاد له دورې ډيره ګرمه وه، او امریکا له پاکستان سره ملیاردونه ډالره مرسته هم کړې ده. کله چې امریکا 2001 زیږدیز کال کې افغانستان ته راغله، او په افغانستان کې د ترهګری خلاف جګړه پیل کړه نو پاکستان په ظاهر له امریکا سره ودریدو چې ګویا له ترهګرو سره مبارزه کوو او په ډيره پیمانه مرستې هم ترلاسه کړې خو کله چې د امریکا ولسمشر ډولډ ټرمپ وټاکل شو او د پاکستان خلاف یې خپله ستراتیژي وټاکله او په پاکستان یې خپلې مرستې بندې کړې ځکه امریکا په پاکستان بې باوري شوی وه او امریکایان په دي پوه شوی ول چې د پاکستان استخبارتي اداره له طالبانو سره اړیکې لري. خو کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوی نو پاکستان ډيره هڅه وکړه چې له دی خبرو ګټه واخلي او د امریکا سره په دی برخه کې مرسته وکړی چې په همدې ډول زلمي خلیل زاد پاکستان ته ډير سفرونه وکړل.

په همدې مهال کې پاکستان له چین سره د انډیواولي تار غځولی و، چین په پاکستان کې ملیاردونو ډالرو پانګونه وکړه د چین د یو سړک یو کمربند پروژې یو دهلیز پاکستان کې چې تر پنځوسو میلیاردو ډالرو ډير لګښت لري او ډيره برخه یې چین ورکوي چې د دې پروژې په وړاندې لویه ستونزه د امریکا ناخوښي ده او امریکا یې په وړاندې دریږي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دی اړه خپله اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

په همدې ډول د پاکستان سیال هندوستان دی چې د نړۍ لویو اقتصادي ،سیاسي او نظامي ځواک بدلیدونکی دی اقتصادي وده یې نسبت پاکستان ته ډيره لوړه ده په همدې ډول په دی وروستیو کې مقبوضه کشمر د هندوستان برخه ګرځول پاکستان ورخطا کړی، تر څنګه یې د هندوستان او امریکا د وسلو قرارداد او د امریکا له لوري له منځنۍ اسیا څخه د انرزۍ د لیږد په برخه کې د هندوستان ملاټر هم پاکستان ته د نه منلو خبره ده.

تر څنګ یې پاکستان په خپله هم په افغانستان د ځینو ګټو د خوندي کیدو په موخه دا هڅه کوي چې افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت راولي ځکه په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مینځته راتګ او په افغانستان او پښتونخوا کې د لر او بر یو افغان خبرې پاکستان ورخطا کړی دی، تر څنګ یې د اوبه مسله ده چې پاکستان له پخوا له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی که چیرته د افغانستان اوبه مهار شي نو د دې دا ستونزې بله لار پسې ډیرې شي ځکه له یوې خوا د همالیا د غرونو اوبه ترې هندوستان ګرځوي، نو له بلې خوا د پاکستان د اوبو د څیړنې مرکز هم ویلي چې پاکستان به تر کال (۲۰۲۵) پورې د اوبو له قلت سره مخ شي داسیا پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ پاکستان په نړۍ کې د اوبو له کمښت څخه ډير اغیزمن دی او په نژدې وخت کې به د هغه هيوادونو په قطار کې ودریږي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي . نو ځکه پاکستان هم هڅه کوي چې د کونړ د سیند پر سر د بند جوړولو مخه ونیسي او پاکستان اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې پاکستان اوبو ته پام ونکړي نو دا به دې ځان وژنې په مانا وي. همدارنګه د افغانستان له لارې منځنی اسیا ته د سوداګرۍ برخه ده چې د افغانستان له لوري صورت نیسي او پاکستان په هڅه کې دی چې دا بازار خپل کړي په څنګ کې افغان دولت بیا کوښښ کوي چې د پاکستان له بندرونو څخه د صادراتو د پراختیا په برخه کې ګټه واخلي خو پاکستان ته دا د منلو وړ نه دي .له مرکزي اسیا هېوداونو څخه د انرژي پيرل دي چې پاکستان هم په دی برخه کې ستونزه لري او پر هندوستان چې د پاکستان له لوري انرژۍ لیږدول کيږي نو افغانستان به  د پاکستان په خوښه دا کار ترسره کوي.

له پورتنیو څرګندنو څخه داسې پایله ترلاسه کولای شو پاکستان غواړي په سوله کې له امریکا سره مرسته باندې دا وښايي امریکا ته چې موږ له تاسو سره ملګري یو او مرسته کوو چې په همدې موخه امریکا بیرته پاکستان خپلې مرستې او ملاټر ترلاسه کړي .او هغه نوم چې په نړیواله کچه یې د ترهګرو د ملاټر په برخه کې ترلاسه کړی ورغوي او ځان له ټروریزم څخه د ملاټر ادارې  له خړ لیست څخه وباسي.

له بله اړخه سیمه چین ته پریږدي د دوی له چین سره د سپیک پروژه عملي شي چې له همدې لارې بیا سویلي اسیا او مرکزي دهلیزونه سره ونښلي او د هندوستان لاس له دی سیمې وباسي لکه څرنګه چې د قطر هوکړې په ورځ طالبانو په ډيره څرګند ډول له پاکستانه مننه وکړه او هندوستان هیڅ یاد هم نه کړو چې دا خپله پاکستان د طرفدارۍ مانا لري.

په دریم کې په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ هم چپ کړي او د افغانستان د اوبو چې ځان حقدار ګڼي ګټه ترې واخلي.

2 thoughts on “په افغان سوله کې د پاکستان ګټې | محمد داود نیازی”
  1. Mr karzai you should take a dominant part in piece plan and don’t invite Russia for intervention. It is a shame. From KPK

  2. لکه څنګه چی تا یادونه وکړه چی نړیوال د طالبانو او همدارنګه د داعش د پټنځایونو په اړه فکر نه کوی دوی یعنی ملګری ملتونه یا امنیت شورا تر اوسه له پاکستان یا طالبانو پوښتنه ونکړه چی تاسو دواړو ترمینځ چی طالبان تر پرونه د ترهګرو په لیست کی وو پاکستان د کوم پروتوکول په اساس اړیکی ور سره ساتی

    نو نړی ولی د پآکستان په مداخلی چی دا ۴۰ کلنه او ۱۹ کلنه جګړه کی مخی ته بیایی ولی سترګی ړندی کړی دی
    خدای اول امریکا بیا برتانیه او بیا همدا ملګری ملتونه شورا یا سازمان غړی او همدارنګه امنیت شورا غړی هیوادونه دایم الابد ړانده او کاڼه کړی چی د دوی روغتیا له کرونا هم سخت شی

    افغان ولس ته پکار ده چی هر ورځ تلاوت وکړی او وروسته له تلاوت پورتنیو هیوادونو او سازمانو ته دتلاوت په
    وخت کی یوځلی ښیرا او ژړغونی اواز سره خدای تعالی ته د دوی د تباهی لپاره زاری وکړی کیدای شی خدای تعالی ددی کړیدلی ولس دعا قبوله کړی ځکه اوس حالاتو کی پورتنی هیوادونه او سازمانونه ښه پوهیږی چی ددی ۴۰ او ۱۹ کلنی جګړی مخته وړونکی هیواد او پوځ او استخبارات پنجابیان دی نو لازمه ده چی خدای تعالی ته رجوع وکړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *