میرویس جلالزی –
د ځوانانو شپاړسمه نړیواله اسمبله د البانیا په پلازمینه تیرانا کې ځوانانو ته د مشرتابه په کچه په لویو پریکړو کې د ګډون ورکولو تر عنوان لاندي پیل شوه.
د WAY په نوم په دا اسمبله هر کال یو ځل د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې جوړېږي چې دا ځل يې د البانیا هیواد کوربه و.
په دغه اسمبله کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د شاوخوا سلو هیوادونو د ځوانانو مخکښو فعالانو، حکومتي چارواکو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، او یو شمیر نورو نړیوالو موسسو او معتبرو پوهنتونونو استازو ګډون کړی دی.
د غونډي ګډونوال د نړۍ په کچه د ځوانانو د پیاوړي کولو او په لویو پریکړو کې هغوی ته د مهمې او کارنده ونډې پر ورکولو او په دغه لار کې د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو پر لارو چارو خبرې کوي.
د ځوانانو نړیوالې اسمبلۍ ته د پیلامې وینا د البانیا لومړي وزیر ایدي راما وکړه.
هغه د نړۍ پر ټولو ولسواکو حکومتونو غږ وکړ څو د ټولنې فعالې او راتلونکي جوړونکي برخې یعني ځوانانو ته د واکونو د سپارلو په برخه کې غښتلي ګامونه پورته کړي.
لومړي وزیر ایدې راما ځوانان کولای شي د هر راز ټولنو په خاصه توګه د ناکامو هیوادونو د ژغورلو او بیرته واکمن کولو لپاره د یوه اغیزناک ځواک په توګه را مخي ته شي.
هغه په البانیا کې د لویو ملي تصامیمو د نیولو لپاره د ځوانانو د رول یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ملک یي پر ځوانانو باندي د پانګوني په برخه کې پوره ژمن دی.
په ورته وخت کې ملګرو متلونو استازو هم د ځوانانو شپاړسمي نړیوالي غونډي ته ویناوي وکړي.
د ملګروملتو د سرمنشي بانکي مون د وینا په یوه برخه کې چې غونډي ته واورول شوه راغلي ول چې م.م. د نړۍ له ټولو ملکونو غواړي تر څو په خپلو جوړښتنو او لویو غونډو او پریکړو کې ځوانانو ته کلیدي رول وسپاري تر څو ننۍ نړۍ له اوسنیو لانجو لکه جګړو، بي وزلي، اداري فساد او ورته هغو سونزو وژغوري چې نن سبا د نړۍ په کچه غټ شمیر هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي.
د ځوانانو نړیوالي اسمبلي ته د افغانستان په کچه د ځوانانود چارو درې تنو فعالانو(سید ادیب مدثر، عماد احمد هارون، میرویس جلالزی) هم وینا وکړه او د نړۍ د نږدي سلو ملکونو ګډونوالو او خاصو میلمنو یو شمیر پوښتنو ته چې افغانستان کې د ځوانانو د کړو وړو او د هغوي د ستونزو پر سر را څرخیدل ځوابونه وویل.
افغان پلاوي په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او د ځوانانو پر وړاندي د شته ستونوزو د لري کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره د بیلا بیلو غونډو په ترځ کې مفصل بحثونه درلودل.
د پلاوي غړي عماد احمد هارون یو شمیر هغه ستونزې او د رهبرۍ په کچه ځوانانو ته په افغانستان کې د نه پاملرني پر مسله خبري وکړي او دا مسله يي د یوې داسي لویي ستونزي په توګه یاده کړه چې د نه پاملرني په صورت کې به یي افغانستان ته ستونزمنه وي تر څو د یوه سوکاله او خپلواکه هیواد په توګه پیل شوي پرمختګونه ټاکلي هدف ته ورسوي.
په همدې حال کې د افغان پلاوی یوه بل غړي او د ځوانانو په چارو کې یوه مخکښ فعال سیدادیب مدثر هم ګډون والو ته خپله وینا واوروله.
نوموړي وویل چې د افغانستان د ټول نفوس ۶۵ سلنه ځوانانو عمرونه تر ۲۵ کلونو لاندي دي او دغې غټي شمیرې ته په کتو سره هغوي ته باید د لویو پریکړو په نیولو کې برخه ورکړل شي او دا چې افغان ځوانان د پرمختګ په حال کې لیکن د هغوي د هڅو د مخ نیوي لپاره هم داسي جریانات روان دي تر څو د هغوي فعالیتونه ټکني کړي.
ښاغلي ادیب مدثر زیاته کړه : (( ځوانان د نن ورځي مشران دي او د راتلونکي هیلي د هغوي په اجراتو پوري تړاو لري)).
د ځوانانو په شپاړسمه نړیوال اسمبله کې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپآره د ملګرو ملتونو سازمانو استازو خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړه.
ټاکل شوي دغه پینځه ورځنۍ غونډه د راتلونکي شنبې په ورځ سر ته ورسیږي.
د غونډی په پاې کې به د ګډونوالو له لوري د ملګرو ملتونو سازمان ته د ځوانو فعالینو د غوښتنو او وړاندیزونو یوه مجموعه وړاندي شي تر څو د دغې اسمبلې په راتلونکي ناسته کې چې په لندن کې جوړیدونکي ده د ملګرو ملتونو د سازمان غړي او د اوسنۍ اسمبلې ګډون وال د شویو پرمختګونو څرنګوالی وڅیړي او راتلونکي اهداف ځانګړي کړي.