حمیدالله فیضي |

په افغانستان کې په لومړي ځل د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۳۳ کال د بانکدارۍ بنسټ ډبره د مجید زابلی لخوا کیښودل شوه چې لومړنی بانک د افغانستان ملي بانک نومیده، یاد بانک په ۱۹۷۶ کال کې لا زیات پرمختګ وکړ بیا د وخت په تېریدو سره نور بانکونه رامنځته شول.

د څو لسیزو مسلسل جنګ څخه وروسته کله چې د طالبانو حکومت د امریکا او ناټو په لاس نسکور شو، د حامد کرزي په مشرۍ نوی دولت د بن کنفرانس له لارې په خپلو کارونو پیل وکړ. نوي دولت د نورو تعمیراتي کارونو ترڅنګ ځينی اقتصادي برنامې هم مخ ته یوړلې چې د هغې له ټولګې څخه د بانکدارۍ پرمختګ وو.

اوس مهال په افغانستان کې۳ دولتي، ۱۵ شخصي او ۴ بهرني بانکونه فعالیت لري. دغه بانکونه تر اوسه ندي توانیدلي چې د خلکو پوره اعتماد او باور تر لاسه کړي،  چي عمده لاملونه يي د سود شتون، د کابل بانک له قضيي وروسته په بانکونو د خلکو بې اعتمادی او د غیر مسلکې کارمندانو استخدام ګڼل کیږي.

د نوې تکنالوژۍ په راتلو سره د راکړې او ورکړې کړنې ډيرې اسانه شوې دي په ډیرو سوداګریو کې اوس په بانک کې فزیکي شتون ته اړتیا نشته، بسنه کوي چې یوازې خپل تیلیفون روښانه کړئ او خپل اکونټ یا بانکي سیستم ته دننه شئ او یا هم د خپل کمپیوټر ترشاه کښینۍ او خپلې کړنې په انټر نیټي بانکدارۍ سره حل کړٍئ.

پورتنیو اسانتیاوو ته په کتو کیدلی شي ورځ تر بلې خلک په بانکي سیستم باندې باور او اعتماد زیات کړي او خپلې راکړې او ورکړې هم د بانک له لارې ترسره کړي او پرته لدې چې اوږدمهاله سفرونه وکړي خپلې کړنې د انټر نیټي پاڼې له لارې حل کړي.

بانکونه هم دنده لري داسې تګ لارې امنځته کړي چې د هغې په وسیله خلک تشوق او لیواله کړي چې بانکونو سره خپلې پیسې کیږدي او خپلې پولي معاملې د بانکونو له لارې ترسره کړي.

اوس هم خلک د الکټرونیکي بانکدارۍ په اړه بشپړ معلومات نه لري، الکټرونیکي بانکدارۍ اسانتیاوې او سهولتونه باید په بشپړ ډول خلکو ته روښانه شي، څو خلک وکولی شي په رڼه فضا کې بانکونو له لارې خپلو پیسو لیږد او رالیږد ترسره کړي. د بانکونو له لارې راکړه او ورکړه د وخت له زیان څخه مخنیوی کوي، تګ راتګ کې کموالی راولي او د بانکي کارت له لارې نړۍ نورو بازارونو سره اړیکې ساتل کیږي او د همدې کارت له لارې کولی شي په نړیواله کچه پېر او پلور ترسره کړي.

د دې ناباورۍ له امله په ملیارډونو افغانۍ له بانکونو دباندې دي، که دا پیسې د بانکونو له لارې دوران ته ولویږي په اقتصادي پرمختیا کې به ستر پرمختګ رامنځته کړي.  ویل کیږي اوس مهال  له افغانانو سره ۵۰ میلیونه ډالر نقد موجود دي او له بانکونو پرته یې په کورونو او پټن ځایونو کې ساتي.

الکترونیکي بانکدارۍ د سوداګرۍ په پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي له همدې کبله اوس سوداګر هم غواړي خپلې بشپړې راکړې او ورکړې بریښنایې کړي چې په دې کار سره به الکټرونیکي بانکدارۍ هم وده وکړي او د دې ترڅنګ پولي راکړې او ورکړې به خوندي او ډاډ منه فضا کې ترسره شي.

د افغانستان د ګمرکونو لوی ریاست  او د افغانستان بانک  د یو نوي او مدرن سیستم د پیل سره هڅه کوي چې سوداګر د دې جوګه شي چې خپل ګمرکې محصول په الکترونیکي (بریښنایي) ډول د هرسوداګریز بانک له لارې تحویل کړي.

په الکترونیکي(بریښنایي)  ډول د  ګمرکي محصول ورکړه د دې سبب کیږي چې سوداګر او یا ګمرکي کمیشن کاران د ګمرکي ترخیص لپاره د افغانستان بانک په څانګو کې د نقدو پیسو د ورکړي  د مجبوریت یا اړتیا څخه خلاص شي.  الکترونیکی(بریښنایې) ورکړه به د ګمرکي فیسونو د راغونډولو، د اداري فساد مخنیوي، د توکو د ترخیص د پروسې د چټکتیا او د نړۍ په کچه  د پرمختللو ګمرکي سیستمونو سره د  افغانستان د نښلولو په برخه کې همکاري وکړي.  د یادونې وړ ده چې ګمرکي محصول او مالیات د افغانستان د اسلامې جمهوریت د عوایدو د بنسټیزو برخو څخه شمیرل کیږي چې هر کال د یو ملیارد ډالرو څخه زیات عواید د نوموړو سرچینو څخه لاسته راځي.

دا نوي اسانتیا د بریښنایی ورکړې د یو بشپړ سیستم د منځ ته راتګ  په لوری یو بل  قدم دي  چې د وخت په  تیرویدو سره به سوداګر د دې جوګه کړي چې په ګمرک کې د خپل بانکی کریدیت کارت او ډیبیت کارت او یانورو ورته ټکنالوژیو په وسیله خپل ګمرکی محصول ورکړي. همدارنګه د افغانستان د ګمرکونو لوی ریاست یو داسي پرمختللي سیستم ته پراختیا ورکړې ده چې سوداګر به د میسجونو او یا بریښنالیکونو د لارې  د  ګمرکي محصول په اړوند معلومات ترلاسه کوي.

خو له نیکه مرغه افغانستان په بشپړ ډول له خړ رنګه نوملړ څخه وتلی دی. تردې مهاله افغانستان د پولي معاملاتو له امله په نړیوال خړ رنګه نوملړ کې وو او ځینو هېوادونو له افغانستان سره خپلې بانکي معاملې بندې کړې وې.

د مالي اقداماتو نړیواله ډله یوه نړیواله اداره ده چې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د ډله ییزې وژنې په ګډون د نورو مالي جرمونو سره د مبارزې معیارونه تعیینوي او پر هغو هېوادونو باندې چې نیغ په نیغه د دې ادارې غړیتوب لري، څارنه کوي. دې سازمان مخکې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په توګه ۴۰ سپارښتنې ټاکلي دي، چې ټول هېوادونه باید دا سپارښتنې رعایت او پلې کړي چې افغانستان یې هم په پلې کیدو کې بریالی شوی دی چې اوس مهال له نړیواله خړ رنګه نوملړ څخه وتلی دی او په سپين نوملړ کې ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *