د افغان ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ په یوې وسلواله نښته کې پنځو تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمعې په ورځ مازدیګر ن ناوخته د الینګار ولسوالۍ په نیمنانیو سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ نښته شوې چې په پایله کې د مخالفینو دوه تنه وژل شوي او ۳ تنه نور یې زخمیان شوي دي.

په دغه نښته کې یو میل پیکا هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې او او یادو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ستايي او سپارښتنه ورته کوي چې په دې شپو ورځو کې د امنیت په ټینګښت کې لا نور بیدار اوسي تر څو ولسونو وکولی شي چې په ازاده فضا کې د ټاکنیزو حوزو په لور لاړ شي او خپله رایه وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *