تاند- د عربي متحد اماراتو په دوبي ښار کې د یکشنبې په ورځ یو شمیر افغانان غونډه کوي. له اماراتو څخه د تاند د ترلاسه کړیو معلوماتو له مخې دغه غونډه د اجمل ځاځي په نوښت او د حاجي ابو احمد کندهاري، حاجي شاپور احمدزي، عبدالصمد افغان، عبدالرشید ایوبي اوجمال ناصر عبادي په هڅو جوړیږي.

تمه ده چې دې غونډې ته له کابل څخه هم ځیني کسان ورشي. د دې غونډې هدف دا دی چې د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي او بیا یو شمیر افغانان وهڅوي چې د غبرګولي د ۲۴ نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځانونه چمتو کړي او افغانستان ته ولاړ شي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې هم له عربي متحد اماراتو څخه یو شمیر افغانان افغانستان ته د اشرف غني احمدزي د ملاتړ لپاره تللي وو، خو دا ځل په اماراتو کې میشت افغانان هیلمن دي چې په سلګونو کسان به یې د اشرف غني احمدزي لپاره په افغانستان کې انتخاباتي مبارزه مخته یوسي.

په عربي متحد اماراتو کې په لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې یوه لویه برخه کې کارګران دي او ځیني شتمن افغانان هم هلته په سوداګرۍ بوخت دي.

د عربي متحد اماراتو افغانان د افغانستان دننه نفوذ لري او د اروپا او امریکا میشتو افغانانو په پرتله له افغانستان سره د دوی روابط پیاوړي دي او په خپلو ولایتونو کې یې پر خلکو اغیز زیات دی، ځکه چې د دوی لویه برخه په اماراتو کې یوازې اوسي او کورنۍ یې په افغانستان کې دي.

0 thoughts on “په اماراتو کې د افغانانو انتخاباتي کمپاین”
  1. Dear all,

    Please wake up and vote to Dr. Ashraf Ghani Ahmad Zai and support and keep Afghanistan with your one vote.

  2. ستاسي بؤرته. شوي زغ او دتولو يو موتي كيدو ته دزره له كومي هر كلي وايم.
    جلالزويح

  3. هغه ځوان چی د خپل قام په درد سوځیږی
    ……..
    ماتری سل ځله قربان او صدقه کړی
    چی د مرګ په پوله ناست وی لا خوځیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *