تاند- د امریکا په فلوریدا کې څو تنه هغه مهال مړه شول چې د پلیو د تګ راتګ یو پُل ونړېد.

د فلوریدا ایالت د لویو لارو ویندوی وویل، دا پُل د فلوریدا ایالت په مرکز میامي کې د نړیوال پوهنتون مخته تازه جوړ شوی و.

په عکسونو کې لږترلږه یو موټر هم لیدل کېږي چې تر نړېدلي پُل لاندې شوی دی.

دا پُل د شنبې په ورځ د پلیو پر مخ پرانیستل شو او پر جوړولو یې ۱۴ ملیونه او ۲ لکه ډالره لګېدلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *