تاند- د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یوې محکمې د پرېکړې پر اساس د امریکا د سیګرېټو (آر. جي. رینولډز) کمپنۍ باید یوې کونډې ته ۲۳ ملیارد ډالره غرامت یا تاوان ورکړي ځکه چې خاوند یې د زیاتو سیګرېټو څکولو په خاطر مړ شوی دی.

د آر. جي رنولډز کمپنۍ، چې هر کال په ملیاردونو ډالر عواید لري، مرکز په شمالي کارولینا کې دی. دا کمپنۍ په امریکا کې د سیګرېټ جوړولو دوهمه ستره کمپنۍ ګڼل کېږي.

د فلوریدا محکمې دا کمپنۍ محکومه کړې او ویلي یې دي چې باید ښځې ته چې د هغې خاوند د دې کمپنۍ کېمل سیګرېټ څکول ۲۳ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره تاوان ورکړي.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو څوک یا یوه کمپنۍ په دومره زیات غرامت ورکولو محکومېږي.

کمپنۍ د استیناف محکمې ته مراجعه کولی شي خو د محکمې پرېکړې یو وار بیا د خلکو پام د سیګرېټو ضرر ته واړاوه.

د سیګرېټو د څکولو په وجه د مړه شوي سړي ښځه د یوه بس چلوونکې ده.

One thought on “په امریکا کې د سیګرېټ څکولو یوه کمپنۍ ۲۳ ملیارده جریمه شوه”
  1. ګوری سګریټ دومره لویه ګټه هم لری. ۲۳ میلیارده ! هاهاهاها هاهاها. نه نه سګریټ هیڅ ګټه نه لری هسی ټوکی می کولی. که تاسو د سګریټ له زیانونو خبر شی چی بدن ته یی رسوی همدا اوس به یی خوشی کړی بیا به یی هیڅکله خولی ته هم یو نه سی. د سګریټو لوی زیانونه عبارت دی له – سګریټ د وینی لوړ فشار پیدا کوی چی د وینی لوړ فشار بیا زړه لوی کوی کله چی زړه لوی شی نو د دیوالونه یی نری کیږی چی دا بیا د زړه د حملی یا چودلو سبب کیږی ، همدا رنګه چی زړه لوی شی نو د ولونو یا کلیپونو تر منځ سوری پیدا کیږی چی په نتجه کی پمپ شوی وینه بیرته زړه ته راستنیږی مانا دا چی زړه کار کوی خو نتجه یی کمه ده – سګریټ څکول د سګیو رنځونه پیدا کوی چی یو ښه مثال یی د ایمپیزیمه په نوم سره یادیږی دا ډول رنځوران دری قدمه نه شی اخیستلای دا ځکه چی د سګیو اصلی نسج د سګریټو په واسطه له منځه تللی دی نو د اکسجن او کاربن دای اکساید تبادله صورت نه نیسی دا ناروغان داسی فکر کوی لکه چا یی چی خولی بسته کړی وی او هیڅ تنفس نه شی کولای – څوک چی سګریټ څکوی سرطان ګرانټی دی – جنسی کمزوری، کم اشتهایی ، بی خوبی د خولی بوی د غاسونو خراب خو وړی وړی خبری دی چی د سګریټو له برکته پیدا کیږی. خلاصه یی دا چی سکر یټ د ناروغیو مور ده که غواړی چی ښه صحت ولری نو سګریټ مه څک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *