تاند- په امریکا کې د پاکستان د یوازیني بانک ته امر شوی چې خپله څانګه بنده کړي او څو ملیون ډالره جریمه ورکړي.
د حبیب بانک دا څانګه له ۴۰ کلونو راهیسې په نیویارک کې فعاله وه.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالي خدماتو ادارې ویلي و چې د پاکستان دا تر ټولو لوی بانک به سلګونه میلیونه ډالره جریمه کړي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د حبیب بانک په کارونو کې یو لړ نیمګړتیاوې شته چې د امریکا له فدرالي او د نیویارک له ایالتي قوانینو سره سمون نهخوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غیرقانوني فعالیتونو په خاطر د حبیب بانک لپاره ۶۳۰ ملیون ډالره جریمه په پام کې نیولې وه خو له هغو یې ۲۲۵ ملیون ډالره کمې کړي دي.
خو له دې سره سره دا د پاکستان د یوې مالي ادارې تر ټولو لویه جریمه ده.
حبیب بانک چې اصلي مرکز یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې دی، په امریکا کې یوازې یوه څانګه لري چې په نیویارک ښار کې ده او له ۱۹۷۱ میلادي کال راهیسې هلته فعاله ده.
دې بانک لږترلږه ۱۳ زره ځلې پیسې په غیرشفاف ډول لېږلي او لږترلږه ۲۵۰ ملیون ډالره یې سپینې کړي دي.
وروسته له دې چې په امریکا کې د حبیب بانک د جریمه کېدو غوښتنه وشوه، دغه بانک ویلي په نیویارک کې یې د خپلې څانګې د بندولو غوښتنلیک وړاندې کړی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مالي ادارې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د حبیب بانک په څانګه کې د پیسو په لېږلو او ترلاسه کولو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې یې د پیسو مینځلو مخه ونیول شي.
د هماغه کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ادارې ته وویل چې په حبیب بانک کې د پیسو مینځلو د مخنیوي پالېسي لا هغسې نهوه چې باید وی.
د حبیب بانک مسؤل نوشین احمد د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا هم له هغه څه چې ده مهم پرمختګونه وبلل، راضي نهدی.
حبیب بانک ویلي چې د جریمې په خاطر به د امریکا محکمو ته مراجعه وکړي.
حبیب بانک چې ټوله شتمني یې څه باندې ۲۴ میلیارده ډالره ده، ویلي په امریکا کې د دغه بانک د جریمه کېدو غوښتنه به په نورو هېوادونو کې د دغه بانک پر کارونو اغېز ونهکړي.