تاند- په واشنګټن کې د پاکستان نوي سفیر اعزاز چودري ډاډ څرګند کړ چې د ولسمشر ټرمپ نوی حکومت به د پاکستان په وړاندې مثبته پالیسي غوره کړي ځکه چې دواړه هیوادونه له ۷۰ کلونو راهیسي د یوبل متحدان دي او اړیکو یې دواړه ته ګټه رسولې ده.
پاکستان چې له ولسمشر ټرمپ څخه اندېښنه احساسوي، خپل تر ټولو فعال دیپلومات واشنګټن ته د سفیر په توګه لېږلی څو د پاکستان په وړاندې د امریکايي چارواکو په نظر کې بدلون راوړي.
اعزاز چودري په امریکا کې د سفیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل، هڅه به وکړي چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې نژدې او تودې کړي.
ده وویل«په یوه زمینه کې چې دواړو هیوادونو، هم پخوا او هم په وروستیو کې له یو بل سره نژدې همکاري کړې ده، تروریزم دی. زموږ همکاري مرسته وکړه چې القاعده وځپل شي.»
ویل کېږي چې امریکايي چارواکي په دې خاطر د القاعده او نورو تروریستانو پر ضد په مبارزه کې د پاکستان پر همکارۍ شک لري چې د القاعده مشر د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ په کلونو ژوند کاوه.
چودري د افغانستان په اړه وویل، امریکا او پاکستان په ګډه په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره کار کولی شي.
«پاکستان د سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی. موږ د افغانستان له بې ثباتۍ تاوان کړی دی.»
ده همداراز وویل، د امریکا اوپاکستان لپاره دا ډېره مهمه ده چې اسلامي دولت ډله مخکې تر دې له منځه یوسي چې دا ډله په افغانستان کې پښې ټینګې کړي.
په امریکا کې د پاکستان نوي سفیر په ضمني ډول تایید کړه چې د پاکستان حکومت پخوا د تروریزم ملاتړ کاوه خو اوس یې دریځ بدل شوی دی.
کله چې له چودري اعزازه وپوښتل شول چې د امریکا د کانګریس یو شمېر غړي د تروریزم پر ضد د پاکستان پر مبارزې شک لري، ده وویل، مهمه دا ده چې د امریکا د کانګریس غړي د پاکستان له اوسنیو حقیقتونو خبر کړای شي چې له هغه وخت او شرایطو سره ډېر توپیر لري چې ځینو دیکتاتورانو رامنځته کړي وو.
چوډری لکه مداري ډېرې لاپې وهلي دی ، خو څه چې عیان دی ، بیان ته حاجت نشته.
ديکتاتورانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې نه وې بندې کړی خو چوډریانو بندې کړې، هغوي افغان کډوال دومره نه وو ځورولي لکه چې چوډریانو په خپل لنډ عمر کې خپل زړونه پر بېګناه انسانانو یخ کړل.
دیکتاتورانو د افغانستان پر خاوره د توپونو ډزې نه وې کړې لکه چوډریانو چې زمونږ د غریبو خلکو جونګړې ور ویجاړې کړې .
خو یو شي ستاسو ترمنځ مشترک هم شته هغه دا چې دیکتاتورانو او چوډریانو خپل خلک او ولس هم د پردیو د ګټو ساتلو لپاره قتل عام کړی دی، د سوات ، وزیرستان ، باجوړ ، سند او لاهور پېښو ستاسو دوه مخي ثابته کړه.
اوس امریکا هم پوهيږي چې تاسوته خپلې ګټې مهمي دي نه سیمه ییزي ، نړيوالی ګټي.
امریکا باید په پاکستان او پاکستانیانو باندې هېڅ باور ونه کړي. د پاکستان مدرسې او پخپله له نیم نه ډېر پوځ د امریکا او د خپلو ګاونډیانو په هکله کاملا یوه جارحانه او افراطي پالیسي پر مخ وړي. پاکستان اصلا یو هیواد نه بلکه یوه غیرمتجانسه ګډوله ده چې پنجاب په کې د نورو درې ایالتونو په مرۍ پښه ایښې او هر څه ترې وړي او هغوی د پنجاب تر لاس لاندې د یوې غلامۍ زندګي تېروي. امریکا او نور نړیوال ازادي خوښوونکی قوتونه باید ژر تر ژره د پاکستان په نامه کثافت د تاریخ په ډېران کې ښخ کړي او نور نو نړۍ د ترهګرۍ له دغه ستر حامي او ملاتړي څخه خلاصه کړي. لعنت په آی ایس آی او د پاکستان په افراط پالونکي پوځ چې انسانان وژني.