تاند – د امریکا د متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې د یوټیوب په مرکزي دفتر برید شوی دی.

ویل کیږي چې برید دا شېبه /د افغانستان په وخت د سهار ۱:۳۰ بجې/ دوام لري او نړیوالې رسنۍ وایي چې تر اوسه پورې ۵ کسان ټپان شوي دي.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي چې وسله والې بریدګرې په ودانۍ کې دننه کمین نیولی دی. رسنیو د یو شمېر کارکوونکیو عکسونه خپاره کړي چې د تسلیمۍ په دود یې لاسونه پورته کړي او له دفتر نه وځي.

یوټیوب د ویډیو شریکولو یو امریکایي وېب سایټ دی چې مرکز یې د کلیفورنیا ایالت په سان برونو کې واقع دی. دغه وېب سایټ یا خدمتونه د پی پال د درې پخوانیو کارکوونکیو چاد هرلي، سټیو چین او جاوېد کریم له خوا په ۲۰۰۵ کال کې برابر شوی، او په میلیاردونو ویډیوګانې په کې خپرې شوي دي.‌

تر اوسه پورې په یوټیوب د برید انګېزه نه ده معلومه شوې.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *