تاند- د امریکا د کلیفورینا د لانګ بیچ ښار پولیس په دې خاطر د ۸۵ زره ډالرو تاوان په ورکولو جریمه شول چې یوه مسلمانه نجلۍ یې مجبوره کړې وه چې له خپل سره ټیکری لېري کړي.

اغلې پاول په ۲۰۱۵ م کال د جنوب لوېدیځې کلفورینا د لانګ پیچ په سمندرغاړې ښار کې د یوه پولیس له لوري ودرول شوه او بې له دې چې یوه ښځه پولیسه راوغواړي، دا اړایسته چې له سره ټیکری لېري کړي.

اغلې پاول یوه شپه بې ټیکري د پولیسو په ماموریت کې تېره کړه.

دې د امریکا قضايي ټولنو ته شکایت وکړ او له ۲ کلونو وروسته د لانګ بیچ ښار ښاري شورا (ښاروالي) او پولیسو له اغلې پاول څخه بخښنه وکړه چې قضیه پای ته ورسېږي خو پاول راضي نه شوه تر دې چې دواړو خواوو په دې سلا وکړه چې اغلې پاول ته به د پولیسو اداره ۸۵ زره ډالره تاوان ورکوي.

د کلیفورنیا پولیسو اوس ویلي چې نور به له حجاب لرونکو ښځو یوازې ښځینه پولیسې تلاشي اخلي او هغه هم په داسې ځای کې چې نارینه حاضر نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې په شمول په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې د ښځو پر حجاب بندیز لګول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *