تاند- په امریکا کې د وژونکو موادو د پېچکارۍ له لارې د اعدام د حکم اجرا، چې ډېر ورسره مخالفت لري، یو وار بیا له جنجال سره مخامخ شوه.

د شاهدانو په وینا د اریزونیا په یوه محبس کې د یوه تن، چې په اعدام محکوم شوی و، ساه په دوو ساعتونو کې وختله.

د مجرم مدافع وکیلانو د خپل موکیل اعدام خورا ځوروونکی وباله.

جوزیف ووډ په ۱۹۸۹ میلادي کال د خپلې پخوانۍ انډیوالې او د هغې د پلار په وژلو مجرم بلل شوی و. خو د اعدام حکم پرې د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۳/ تطبیق شو. د اعدام په نتیجه کې دی په یو ساعت او ۵۷ دقیقو کې ومړ.

د ده مدافع وکیلان وايي باید اعدام په ۱۰ دقیقو کې عملي شي او پای ته ورسېږي. خو ووډ تر ۶۰۰ ځلو زیاته ساه وایستله او وربړول شو. د ده مدافع وکیلانو د اعدام د درېدو غوښتنه وکړه او حتي د امریکا له لوی څارنوال سره یې تماس ونیوه خو لوی څارنوال د دوی غوښتنه رد کړه.

د اعدام خونه- مجرم په دې تذکرې پوري تړل کېږي، لومړی د بېهوشۍ درمل ورپیچکاري کېږي او ورسره جوخت وژونکي مواد ورتزریق کېږي چې د مرګ درد احساس نه کړي
د اعدام خونه- مجرم په دې تذکرې پوري تړل کېږي، لومړی د بېهوشۍ درمل ورپیچکاري کېږي او ورسره جوخت وژونکي مواد ورتزریق کېږي چې د مرګ درد احساس نه کړي

خو مخکې تر دې چې محکمه په خپله د ووډ د اعدام د درېدو حکم صادر کړي، ده ساه پرې کړه.

ووډ په یوډول زهرجنو موادو اعدام شو. ډېر مجرمان په دې موادو په اسانه مري خو وو‌ډ په نامعلوم علت د دغو موادو د پیچکارۍ (تزریق) په وړاندې زیات مقاومت درلود.

په امریکا کې د دې لپاره اعدامېدونکي کسان په پیچکاري وژل کېږي چې ونه ربړول شي. لومړی مجرم بې سده کېږي څو درد احساس نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ