تاند- یوه سړي، چې د امریکا د لوییزیانا په جنوبي ایالت کې یې ۲۶ کاله بند تېر کړی دی، وروسته له دې خوشي شو چې یوه قاضي وویل د ده پر جرم د غور په مهال محکمې ته شواهد نه و وړاندې شوي.
څلورشپېته کلن ګلین فورډ د لوییزیانا ایالت د انګولا له محبسه، چې سخت امنیت یې ساتل کېږي، د سې شنبې په ورځ وروسته له دې خوشي شو چې څارنوالانو، چې هر کال د بندیانو دوسیې له سره څېړي، د فورډ د محکومیت د علت په ثابتولو کې پاتې راغلل، او ویې ویل، باوري شواهد ترلاسه شوي چې فورډ په ۱۹۸۳ میلادي کال د یوې زرګرۍ د کارګر په وژلو کې برخه نه لرله او نه هم د قتل په وخت د پېښې په ځای کې حاضر و.
فورډ تل ویل چې بېګناه دی او څو ځلي یې د خپلې بې ګناهۍ په اړه عریضې کړې وې خو اکثره رد شوې وې.
فورډ ته به په دې خاطر چې په ناحقه بندي شوی تاوان ورکړای شي خو د تاوان پیسې به یې تر درې لکه دېرش زرو زیاتې نه وي.
ځه درې لکه یې هم بس دي. خدای دې خوشحاله ژوند ورکړي.