تاند- د امریکا په لوېدیځه ویرجنیا کې یو ډاکتر ونیول شو چې له استعمال شوې پیچکاریو یې کار اخیست.

د لوېدیځې ویرجنیا چارواکو د جمعې په ورځ د ډاکتر رونالډ چالیفوکس د کلینیک لایسنس یا جواز وروسته له دې فسخه کړ او ډاکتر یې ونیوه چې د نوموړي په کلینیک کې استعمال شوې پیچکارۍ وموندل شوې او ثابته شوه چې له یوې پیچکارۍ بیا کار اخلي.

د لوېدیځې ویرجنیا د روغتیا ادارې ویلي چې ډاکتر چالیفوکس پنځلس ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.

د روغتیا ادارې له خلکو غوښتي چې که د ۲۰۱۰ میلادي کال را په دې خوا یې په دغه کلینیک کې پیچکاري کړي وي، خپله وینه دې معاینه کړي.

دوی وايي چې دا کار ځکه ضروري دی چې د پیچکارۍ له لارې هیپتایت C او B او دغه راز د ایډز ویروس (ایچ آی وي) سرایت کوي.

د دې خبر اهمیت زموږ لپاره په دې کې دی چې زموږ ډاکتران او درملتونونه په ښکاره له یوې ستنې څو تنو ته پیچکاري ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *