تاند- په امریکا کې درې نادر بانکنوټونه، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې چاپ شوي، لیلامېږي.
د سي این این د راپور له مخې، دا بانکنوټونه، چې دوه یې د ۱۰۰۰ ډالرو او یو یې د ۵۰۰ ډالرو دی، ښايي په ۸ ملیون ډالرو وپلورل شي.
د راپور له مخې، یو زرګون په ۱۸۶۹، بل په ۱۸۹۱ او پنځه سوه ګون نوټ په ۱۸۶۹ م کلونو چاپ شوي دي.
د دغو بانکنوټونو په منځ کې تر ټولو ارزښتناک یې د ۱۸۹۱ کال زرګون دی چې ویل کېږي یوازې یو بل دا ډول بانکنوټ لا هم شته. (پاسنی عکس)
پر دې نوټ، چې مرسي نوټ (Marcy note) بلل کېږي، د نیویارک د پخواني ګورنر او د بهرنیو چارو وزیر ویلیم ایل مرسي عکس چاپ شوی دی. د دغه نوټ ارزښت د ۲ ملیونه او ۳ ملیونو ترمنځ اټکل کېږي.
دا نوټونه به راتلونکې اوونۍ په بالتیمور کې لیلام ته وړاندې شي.