نېټه: ١٣٩۴-۱-۵

کندهار، افغانستان- د نن په امنيتي غونډه کي د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندل سوه او مجرمينو ته يې د سزا غوښتنه وسوه.

په امنيتي غونډه کي چي نن سهار د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د فرخندې وژنه په کلکو ټکو وغندله او ويې ويل چي فرخنده يوه بېګناه ښځه وه چي په ډېر ظالمانه او بې رحمانه ډول ووژل سوه. فرخنده نه يوازي دا چي بېګناه وه، بلکي د قرآن کريم حافظه هم وه. نوموړي د فرخندې وژل يو غيرانساني او غيراسلامي عمل وباله او مجرمينو ته يې د سختي سزا غوښتنه وکړه. ويسا داراز د اروزګان د امنيه قومندان مطيع الله خان شهادت لويه ضايعه وبلله او د امنيت په برخه کي يې د هغه هڅي وستايلې. نوموړي مطيع الله خان ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د زغم هيله وښوده. په وردکو کي د رامنځته سوي پيښي قربانيانو ته هم دعاء وسوه. د مطيع الله خان قاتلينو ته د سختي سزا غوښتنه وسوه.

د کندهار سرپرست والي د امنيتي ځواکونو له سرښندنو او هڅو څخه مننه وکړه چي د نوروز په شپو ورځو کي يې امنيتي تدابير نيولي ول او د دښمن د هر ډول پلانونو مخه يې ډب کړې وه. نوموړي يادونه وکړه چي د ترياکو د اړولو کمپاين په چټکۍ روان دی او تر دې دمه يې سلګونه جريبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده. د هغو برمو د تخريب په پايله کي چي وسله والو مخالفينو د ترياکو د کښت لپاره استفاده ورڅخه کوله، وسله وال مخالفين هم له سيمي څخه تښتېدلي او سيمه يې پرې ايښې ده. دغه وسله وال مخالفين له نورو سيمو څخه راغلي ول او دغلته يې د ترياکو کښت کاوه. د دوی له تېښتي سره عام خلک خوښي ښيي او ان ځینو خلکو د ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ويسا وويل ايساف ځواکونو د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره د ۱۶ عرادو موټرونو مرسته وکړه او له ملي راډيو ټلوېزيون سره يې د ځينو تخنيکي وسايلو کومک وکړ. نوموړي د ايساف ځواکونو له يادو مرستو څخه ډېره مننه وکړه.

نوموړي د لوی محبس مسوول ته هدايت وکړ چي د بنديانو لپاره بايد د حرفوي زده کړو کورسونه جوړ کړي او د ورزش، تفريح او زده کړي زمينه ورته برابره کړي، تر څو له بنديخانې څخه ټولني ته سالم انسان وړاندي سي. ښاغلي ويسا وويل چي د کار او ټولنيزو چارو رياست او ځينو نورو ادارو سره به خبري وکړي تر څو د بنديانو لپاره يادي اسانتياوي مهیا کړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وويل چي په ميوند ولسوالۍ کي يې سلګونه جريبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او د ترياکو د اړولو کمپاين په برياليتوب سره دوام لري. هغه زياته کړه سږ کال يې په يو شمېر داسي سيمو کي د ترياکو کښت اړولی چي په تېرو ۱۳ کالو کي په هغو سيمو کي کمپاين نه دی سوی.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د ترياکو د کښت اړولو پر مهال بايد د خلکو تر منځ فرق ونه سي او داسي بايد ونه سي چي د ځينو خلکو کښت واړول سي او د ځينو لحاظ وسي، تر څو په دې شکل د اختلافاتو مخه نيول سوې وي او په صادقانه ډول د ترياکو کښت له منځه وړل سوی وي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د دريمې لوا رئيس ارکان ډګروال غلام حضرت وويل چي تېره اوونۍ يې په ميوند ولسوالي کي ۴۵ وسله وال مخالفين وژلي او ۵۵ مختلف النوع سلاح يې نيولې ده. هغه زياته کړه ملي اردو له وسله والو مخالفينو څخه ۱۳ موټرسايکلان په داسي حال کي نيولي چي وسله والو اور وراچولی وو. هغه زیاته کړه چي د بېلابېلو اسلحو د نيولو تر څنګ يې ۵ کلاشينکوفونه او يو راکټ انداز هم نيولي دي.

د غونډي په جريان کي پر يو شمېر هغو مسايلو هم مفصل بحث وسو چي د کندهار اوسېدونکو د ولايت مقام د شکاياتو پر ټليفون شمېره ثبت کړي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *