خبري اعلامیه

سه شنبه، ۲۱دلوه، ۱۳۹۳

کابل

د ټاکنيزو کمیسیونونو او حکومت د ناقانونه کړنو له امله افغانان له ګڼ بعدیزو ناورینونو سره مخ او ټول مسوولیت يې د همدوی پر غاړه دی!

ټاکنيزو قوانینو کې او کميسیونونو کې له تبعیضه ډک او سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس تغيرات مردود ګڼو!

ټاکنيز کمیسیونونه، ملي او نړېوالې څارګرې ادارې او حکومت دې ملت ته د خپلو کړنو شفاف راپور ورکړي!

د افغانستان خلکو د سر او وينو په بیه د خپل سرنوشت لپاره د زعیم ټاکنې پروسې د بریا هڅې وکړې، خو له بده مرغه د یو شمير ځان غوښتونکو ډلو، یو شمير بې رحمه کړیو او د ټاکنيزو کمیسیونونو د ناسالم مديریت، عدم استقلالیت او عدم خود ارادیت له امله ټوله پروسه له سترو ګواښونو او چیلنجونو سره مخ او د ملت پر ارمانونو خاورې واړول شوې، د افغانستان د اساسي قانون او ټولو ملي او نړېوالو منل شویو موازینو او د نوماندانو د شعارونو او منشورونو پر خلاف د ملي وحدت حکومت تر عنوان لاندې یو بدرنګه سهامي شرکت پر ولس وتپل شو چې تر نن ورځې يې نه ملت ته کوم زيری راوړی او نه هم د ښه راتلونکي لپاره په عمل کې ګټور ثابت شوی دی، او ملت مو هره ورځ د سیاسیونو د ناروا کړنو له امله له امنیتي، اقتصادي، علمي او فرهنګي فقر او نورو ګڼ بعديزو ناورینونو سره مخ دي.

د کمیسیونونو، ملي وحدت حکومت او نړېوالو کړیو کړنو ته په کتو د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن غړې ادارې او شخصیتونه په لاندې ډول خپلې جدي غوښتنې مطرح کوي:

۱. د ملي وحدت حکومت دې ژر تر ژره د ټولنيز عدالت او انصاف او متوازن حضور، علمي او عملي تخصص او تجربو، صداقت او ایماندارۍ، او شفافو سوانحو له مخې د ټولو ولایتونو د خلکو د رایو په تناسب د کابینې او نورو پوستونو لپاره د ملت له متن څخه وړ خلک تشخيص او په بيړه دې عملي کار پیل کړي، څو ولس له روانو ناورینونو څخه خلاص شي.

۲. په ټاکنيزو قوانینو کې له تبعیضه ډک تغيرات راوستل لکه د یوې تقنيني دورې برابري له لسانس سره، د ټاکنيزو کمیسیونونو د صلاحیتونو ناقانونه او په راتلونکي کې ستونزې جوړوونکي تغيرات د ملت له نظره مردود او په دې لړ کې د حکومت او هرې کورنۍ او بهرنۍ کړئ د غیر قانوني کړنو پر وړاندې پراخې او عملي مبارزې ته ولاړ یو.

۳. د افغانستان د خلکو باور د یو لړ پراخو کورنیو او بهرنیو دسیسو له امله د ټاکنو پر پروسه او کمیسیونونو له شدید ګواښ سره مخ شوی. د ټاکنيزو کمیسیونونو رهبري دې د خپل استقلالیت او خود ارادیت په ښودلو او د ځان د سپیناوي په موخه ټول هغه مسایل له ولس سره شريک کړي چې د ټاکنو پروسه يې له چیلنجونو سره مخ کړه، که نه همدوی به تر نورو زیات د ملت پر وړاندې مسوول او د محاکمې وړ وي!

۴. دا چې په تيرو ټاکنو کې د مختلفو لوریو لخوا پراخ فساد تر سره شو نو ځکه خو دې ټاکنيز کميسیونونه، د څار او نظارت ټولې ملي او نړېوالې ادارې په دې اړه په شفاف ډول خپل راپورونه له ملت سره شریک کړي، که نه نو ډېر ژر به يې د چارو د نظارت او تفتیش لپاره د یو لوی مدني/ سیاسي کمیسیون له لارې د چارو څارنه او تفتیش پیل او دا به معلومه کړو چې دغو ادارو د ملت او نړېوالو مرستو له بودېجو څومره امکانات ترلاسه کړي، پر کوم ځای، کومو موخو او څه ډول يې مصرف کړي دي!؟ او د فساد او بې کفایتۍ په صورت کې به د ټولو مسوولینو د جدي محاکمې غوښتنه وشي.

۵. د ټاکنيزو کمیسیونونو اوسنۍ رهبري دې د راتلونکو ولسي جرګې د ټاکنو د شفاف، عادلانه او په بشپړ استقلالیت او خود ارادیت د ترسره کولو، د فاسدو کارمندانو او نوماندانو یا د هغوی د ناظرینو، او د فاسدو او پردیو پورې تړلیو ناظرو ادارو د افشا او رسوا کولو او محاکمې ته معرفي کولو په لړ کې خپل عملي او رغنده ګامونه پورته او ملت ته دې عملي او قوي تضمين ورکړي، که نه نو د افغانستان خلک به تر دوی مستقلو، پاکو، صادقو او د خپلې ارادې خاوندانو ته د خپل سرنوشت ټاکونکې پروسې د واک سپارلو لپاره په عملي توګه لاس په کار شي.

۶. فډرېشن او خلکو د ټاکنو د څار پر ټولو ملي او نړېوالو ادارو خپل باور په جدي‌ توګه له لاسه ورکړی، او په راتلونکي کې د ټولو هغو بې کفایته او غیر شفافو، پردیو پورې تړلیو ادارو د مخنیوي غوښتنه کوي چې په دې لړ کې يې سم او سفاف کار نه دی کړی.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، غړې ادارې او شخصیتونه

۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳، [email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *