تاند- د اندونیزیا د انتخاباتو کمیسیون نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې د انتخاباتو په لړ کې له ستومانۍ د مړو شویو انتخاباتي کارکوونکو د مړینو شمېر ۳۶۷ تنو ته ورسېد.
د اندونیزیا د اپریل د ۱۷ /حمل د ۲۷/ نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو له لاسه تر ۲ زره ډېر نور په روغتون کې بستر شوي دي.
اکثره مړه او ناروغان رای شمېرونکي او د انتخاباتو امنیت ساتونکي پولیس دي. دوی ټول د رایو د شمېرلو او پر له پسې کار د ستومانۍ د فشار په وجه مړه شوي یا ناروغ شوي دي.
د اندونیزیا د انتخاباتو د کمیسیون د معلوماتو پر اساس، په سلو کې ۷۰ مړه شوي کسان تر ۴۰ کلونو مشران دي.
د دې انتخاباتو ۲ زره ۱۲۱ تنه کارکوونکي او تنظیموونکي ناروغ دي.
د اندونیزیا حکومت په ۲۰۱۴ م کال د دې لپاره چې د انتخاباتو لګښت وسپموي، د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات هممهاله کړل.
د دې معنا دا ده چې هر رای ورکوونکی باید ۵ رایې واچوي. یوه د ولسمشر لپاره او څلور نورې د ملي جرګې، ولایتي شورا، سیمه ییزې جرګې او ښاروالۍ د استازو لپاره.
د اندونیزیا حکومت سږ کال ۷ ملیون تنه وګومارل چې د رای ورکولو ۸ لکه مرکزونه اداره کړي.
اندونیزیا ۲۶۱ ملیون نفوس لري چې ۱۹۳ ملیون تنه یې د رای ورکولو په شرایطو برابر دي او په سلو کې ۸۰ یې خپلې رایې وکارولې.
سږ کال د میزان یا تلې په ۶ مه د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره د ولسوالي شوراګانو او دغه راز یوازې د غزني د ولایتي شورا انتخابات هممهاله کېږي.