تاند- د اندونیزیا د پارلمان غړیو یوه لایحه تصویب کړې چې پر اساس یې هغه کسان باید شنډ شي چې ماشومان له جنسي پلوه ځوروي.

په وروستیو کې په اندونیزیا کې هغو کسانو ته، چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي، د سزا پر مسلې پراخ او لانجمن بحثونه پیل شوي و.

دا بحثونه وروسته له دې تاوده شول چې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری وشو او بیا ووژل شوه.

د دې قضیې په تړاو ۷ تنه په لس – لس کاله قید محکوم شول.

خو د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو امر وکړ چې باید پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي ته په بل ډول سزا وزکړای شي.

پارلمان د دوو ګوندونو له مخالفت سره سره پر ماشومانو د تېریګرو د شنډولو پرېکړه وکړه.

د اندونیزیا د ډاکترانو ټولنې ویلي چې دوی به کوم مجرم شنډ نه کړي ځکه چې دا کار د طبي اخلاقو خلاف عمل ورته ښکاري.

په یو شمېر نورو هیوادونو کې، چې د ورته جرم په خاطر نارینه مجرمان شنډېږي، له پیچکارۍ کار اخیستل کېږي خو په ځینو هیوادونو کې مجرمان د غوایانو په شان شنډېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *