په خواشينۍ سره خبر شوم چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان کلي اتلس تنه اوسېدونکي د ماين په يوه چاودنه کې شهيدان شوي دي چې ټولې مېرمنې او نجونې دي.

انا لله و انا اليه راجعون

دوی ټول په يوه بس موټر کې سپاره ول، او د يوه واده په مراسمو کې د ګډون پر مهال له پېښې سره مخامخ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد او خاورې دښمنان، ولسي وګړي په داسې بېرحمانه توګه شهيدانوي او د خوښۍ مراسم يې پر غم بدلوي، بلکې په تېرو څو کلونو کې په وار وار ورته پېښې تکرار شوې دي.

زه پر حکومت باندې په ټينګار سره غږ کوم چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري. شهيدانو ته له لوی خدای ج څخه فردوس جنت او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم او د قربانيانو له کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک ګڼم.

والسلام

ډاکټر اشرف غني ، د ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نوماندFatiha

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *