تاند- اوروګوای لومړنی هیواد دی چې د ماري جوانا کرل، په بیه اخیستل او استعمالول یې قانوني کړل.

د دغه هیواد مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ په دې برخه کې د حکومت له لوري د وړاندې شوې لایحې مسودې ته رایې ورکړې.

له دې لایحې سره سم به د ماري جوانا استعمالوونکي اجازه لري چې له جواز لرونکو درملتونونو څخه د میاشتې ډېر تر ډېره څلوېښت ګرامه ماري جوانا رانیسي.

درملتونونه به یوازې پر هغه چا ماري جوانا پلورلی شي چې د اوروګوای تابعیت ولري او عمر یې اتلس کالو ته رسېدلی وي.

درملتون به د پېرودونکي نوم او د هغه له لوري د پېرودل شویو ماري جوانا اندازه په ډیتابېس کې ثبتوي څو تر ټاکلي حد زیات وانخیستلی شي.

وروسته له دې چې قانون په راتلونکو ۱۲۰ ورځو کې نافذ شي، دا هیواد به په یوه کال کې د ماري جوانا شپږ کروندې جوړې کړي.

5 thoughts on “په اوروګوای کې مارجوانا قانوني شوه”
    1. اکثره اروپایان جې ی تلفظ کوي لکه جاکوب(یعقوب) ته یاکوب وايي، حتي جنرال ته ینرال وايي.
      جې J په اروپايي ژبو کې یا تلفظ کېږي.
      خو په انګلیسي کې بیا جې تلفظ شته
      بیا هم ستاسو له توجه مننه

  1. سلامونه
    ماريوانه اهلي د چرسو بوتي (بنگو بوتي) ده مخكي له د چه بنگداني كلكي شي غوزه ييي شكوي او كله چه وچه شي بيايي وهي او چرس دبنگو د بوتي گرد دي چه ورته حشيش وايي به بهر كي او بل دا چه لومرني هيواد چه د چرسو وهل په كه قانوني دي هغه د هالند هيواد دي هلته په كافيشاپو چرسخاني مشهوري دي فكر كوم چه باد له ١٩٩٠ كال نه جرس په كور او كافيشاپو كي وهل يي قانوني دي ( د هالند د دولت كلني ايدادت چه په ميلونونو ايورو روپي كيژي هغه چرس او فحاشي خاني دي )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *