د روان ۲۰۱۸ کال د اپرېل میاشتې په جریان کې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام لخوا د هېواد په یولسو ولایتونو کې د اوبو رسولو (۱۸) او د اوبو لګولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کاپیسا ولایت په کوه بند او حصه اول ولسوالیو، د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په لاسي بمبو سمبال د (۴۴) څاه ګانو؛ د بدخشان ولایت په یفتال پایین ولسوالۍ، د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ، د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ، د ډایکندي ولایت په شهرستان او نیلي ولسوالیو، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ، د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ، د نورستان ولایت په وایګال ولسوالۍ او د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د څښاک د اوبو د (۱۳) شبکو جوړول؛ د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍکې د یوې شبکې لپاره د (۳،۵۰۰) متره پایپ پیرودل او د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د (۲،۹۰۰) متره په اوږدوالي سره د آبیارۍ د یوه کانال جوړول شامل وو.

د دغو پروژو ټولټال لګښت (۱،۰۷۷،۳۱۸) امریکايي ډالره دی، چې (۷۸۹،۳۶۵) یې د مالیې وزارت له پراختیايي بودجې او (۲۸۷،۹۵۳) ډالر یې د یونیسف د ادارې لخوا ورکړل شوي. له یادو پروژو څخه په پورته ذکر شویو ولایتونو کې څه باندې (۳۶،۳۴۵) تنه ګټه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *