تاند- په اچین کې د داعش پر سمڅو د امریکا د ستر بم له غورځېدو وروسته د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې برید کې تراوسه پوري د داعش د وژل شویو غړیو شمېر ۹۴ تنو ته رسېږي.

په سیمه کې ځیني کسان اټکل کوي چې ممکن ۵ سوه تنه وژل شوي وي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې د داعش ۳ سمڅمې کاملاً ویجاړې شوي او په هغو کې ډېره اندازه وسلې او مهمات له منځه تللي دي.

له بلې خوا د اچین پخوانی ولسوال حاجي غالب، چې اوس د کوټ ولسوال دی، په اچین ولسوالي کې ټپي شوی دی.

عطا الله خوږیاڼی وايي چې حاجي غالب اسد خېلو ته نژدې پرون /شنبه/ د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شو خو حال یې ښه دی.

خوږیاڼی اټکل کوي چې ښايي د داعش څو سوه کسان وژل شوي وي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د دې حملې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ننګرهار د اچین د بمباري شوې کلي (اسد خېل) قومي مشر ملک عثمان وویل چې حکومت ژمنه ورکړې چې د دوی کورونه به جوړ کړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعشیانو ۴ سمڅې ویجاړې شوي، په یوه کې ۲۲، په دوهمه کې ۶۲، په درېمه کې ۱۰ تنه وژل شوي چې ټولټال ۹۴ تنه کېږي.

دا وزارت همداراز وايي په وژل شویو کسانو کې د داعش مهم قوماندانان لکه ابوبکر، حمزه، شاهد عمر او د حافظ سعید ورور ولکان اسامه هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *