تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر سمڅو د امریکا د (GBU-43) بم په حمله کې ۳۶ تنه سختدریځي وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت د داعش د ۳۶ غړیو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د دې ډلې د قوماندې مرکز په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
د امریکا (GBU-43) بم، چې د بمونو مور هم بلل کېږي، د داعش ۳۰۰ متره اوږد تونل او په هغه کې موجودې وسلې او مهمات ویجاړ کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې تراوسه پوري یې دومره زوروه بمي حمله نه په یادېږي.
د اچین یوه قومي مشر ملک محمد وویل«زما کور د حملې له ځایه ۷ کیلو متره لېري دی خو بم دومره قومي و، چې زموږ د کور شیشې یې ماتې کړې. ما په خپل ټول عمر کې دومره زوروره چاودنه نه ده اورېدلې.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي حاجي محمد صدیق د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ته ویلي چې د داعش د غړیو کورنۍ له دې سیمې وتلې وې خو اصلي مشران یې د پېښې په ځای کې ول.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه په ګډه همغږۍ او همکارۍ د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو پرضد مبارزه کوي.
لږ غوندی د باور نه لیری خبره ده چه امریکائیان د داعش د ځپلو نیت او اراده ولری، دا فقط یو نمایشی عمل دی.
This is the usa that rouined afhanistan directly and indirecly by supporting and giving govt power to warlards And allowed the devil neighbours ×iran,pakistan× to play a dirty game in afghanistan.ok take an active steps agaist these countries on their sols against terriorists groups created and sponsored by these countries.
د بمو مور څه چې د بمو انا په افغانستان واچوي، اوغان به سر ببر، سپیره په خاورو مظبوط او نیغ پاس په لوړدرته ولاړ وي۰هو امریکې- له ډبل عبدالله((جان کیري)) سره یو ځای خجالت وباسۍ۰فاشیستانو۰