تاند- د بخښنې نړیواله موسسه وايي، په ۲۰۱۶ م کال په نړۍ کې د اعدامونو شمېر د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۳۷ لږ شوی او اصلي دلیل یې دا دی چې په ۲۰۱۶ کال په ایران او پاکستان کې اعدامونه کم شوي دي.

د بخښنې د نړیوالې موسسې د راپور له مخې، تېر کال په درسته نړۍ کې د ۱۰۳۲ تنو اعدام ثبت شوی خو په ۲۰۱۵ کې ۱۶۳۴ تنه ثبت شوی و.

دا ډله وايي چې په نړۍ کې د اعدامونو شمېر د دې لپاره لږ شوی چې په ۲۰۱۶ م کال په پاکستان او ایران کې د اعدامونو شمېر لږ ثبت شوی دی.

تېر کال په ایران کې ۵۶۷ تنه اعدام شول خو ورتېر کال ۹۷۷ تنه اعدام شوي ول.

په راپور کې یادونه شوې چې په ایران کې د اعدامونو د شمېر د کمېدو په علت نه پوهېږي.

په تېرو کلونو کې ایران د زیاتو کسانو د اعدامولو په خاطر بیا بیا غندل شوی دی.

په دغه هیواد کې تېر کال اکثره کسان د مخدرو موادو په جرم اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیواله موسسه وايي، په ایران کې د اعدام شویو کسانو په منځ کې لږترلږه دوه تنه تر ۱۸ کلونو کشران ول.

د دې ډلې په وینا د نړۍ د ټولو اعدام شویو کسانو نیمايي له ایران سره تړاو لري.

دا ډله په عین حال کې وايي، ښايي په چین کې تر دې زیات کسان اعدام شوي وي خو د چین په اړه کره معلومات په اسانه نه ترلاسه کېږي.

له ایرانه وروسته پاکستان، چین او سعودي عربستان زیات اعدامونه کړي دي.

تېر کال په پاکستان کې د ۸۷ تنو اعدامېدا ثبت شوې خو په ۲۰۱۵ کې ۳۲۶ تنه اعدام شوي ول.

په پاکستان کې اکثره کسان د تروریستي پېښو په تړاو په دار خېژول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *