د ایران د ولسمشرۍ په نننیو /جمعه/ انتخاباتو کې شپږ کاندیدان سیالي کوي چې په نتیجه کې به یې یوتن د ایران اووم ولسمشر شي.

د ایران د کورنیوچارووزارت ویلي چې شاخوا پنځوس میلیونه کسان په دې انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر دي.

د رای ورکولو مرکزونه به د سهار له اتو د ماښام تر شپږو بجو رسما پرانیستي وي خو اټکل کېږي چې د انتخاباتو د مرکزونو کار ښايي د پخوانیو دورو په څېر د څو نورو ساعتونو لپاره تمدید شي.

د ایران شورای نګهبان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته له اوسه خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو د نتایجو له قانوني اعلان مخکې هېڅوک هم حق نلري چې ځان بریالی اعلان کړي. دا اعلان ظاهرا په انتخاباتو کې د یو کاندید حسن روحاني د هغې وینا په وړاندې یو غبرګون و، چې ویلي یې و، د شنبې په ورځ به ټول د ده د بریالیتوب د جشن لمانځنه کوي.

په دې انتخاباتو کې شپږتنه کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دي، سعیدجلیلي، محسن رضايي، حسن روحاني، محمدغرضي، محمدباقرقالیباف او علي اکبرولایتي چې خلک به د ایران اووم ولسمشر د خپلو مستقیمو رایو په وسیله غوره کړي.

په ایران کې له نژدې دریو اونیو راپه دې خوا د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه او تبلیغات روان وو، خو پرون سهار په اتو بجو، د رای ورکولو د مرکزونو له پرانیستل کېدو ۲۴ ساعته مخکې بند شول.

ځینې نظرپوښتنې ښيي چې حسن روحاني ښايي تر نورو کاندیدانو مخکې وي. څارونکي په دې باور دي چې روحاني په یوه ډول سره د اصلاح غوښتونکو له ملاتړ څخه برخمن دی. کارپوهان وايي چې پر ایران لګول شویو بندیزونو ته په پام سره راتلونکی ولسمشر باید د دې هېواد د اقتصاد د بیارغونې لپاره ډېره زیاته هڅه وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د ایران راتلونکی ولسمشر به بندیزونو او له لویدیځ سره د دریو لسیزو کړکېچنو اړیکو ته په پام سره د لویدیځ په وړاندې کومه پالیسي او سیاست غوره کړي. په نننیو انتخاباتو کې د ایران راتلونکی ولسمشر غوره کېږي خو دې سوال ته ځواب ښايي ډېر وخت ته اړتیا ولري.

که په نننيو انتخاباتو کې هېڅ کاندید هم په سلو کې د پنځوس جمع یو رایو په ترلاسه کولو ونه توانېږي انتخابات به دوهمې دورې ته پاتې شي او دوه مخکښ کاندیدان به د راتلونکې جمعې په ورځ د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ ډګر ته راووځي.

نظرپوښتنې ښيي چې دا انتخابات به دوهم پړاو ته ځي او ډېر اټکل کېږي چې په دوهم پړاو کې به د محافظه کارو کاندید باقر قالیباف او د اصلاح غوښتونکو له ملاتړه برخمن ملا حسن روحاني ترمنځ سیالي وشي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *