تاند(یکشنبه، د حوت ۳) د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې پرون شپږم تن د کورونا په ویرسو ومړ او ورسره دا وېره نوره هم زیاته شوه چې ممکن په دې هیواد کې به زرګونه تنه په کورونا ویروسو اخته شوي وي.

د ایران حکومت رسماً منلې چې تر پرون (شنبې) پورې ۶ تنه په کورونا ویروسو مړه شوي او ۲۸ نور په دې ویروسو اخته شوي دي خو متخصصان وايي، د کورونا په ویروسو په هرو ۱۰۰ اخته شویو کسانو کې لږترلږه ۲ تنه مري.

په ځینو ناتایید شویو راپورونو کې ویل شوي چې ممکن په ایران کې شاوخوا ۶ زره تنه د کورونا په ویروسو اخته شوي وي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ختیځ ګاونډي چین کې، چې د دې ناورغۍ سرچینه ګڼل کېږي، شاوخوا ۸۰ زره تنه په کورونا ویروسو ککړ شوي او شاوخوا ۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

په ایران کې د کورونا ویروسو خپرېدا له دې کبله افغانانو ته مهمه ده چې ګڼ شمېر افغانان په دې هیواد کې اوسي او یا دې هیواد ته تګ راتګ کوي.

One thought on “په ایران کې لږترلږه ۶ تنه په کورونا ویروسو مړه شوي”
  1. کیدای شی د افغان ولس ژړا او فریاد الله تعالی واوری یا اوریدلی وی چی د ایران سپاه پاسداران او د پاکستان پوځ او استخبارات
    او همدارنګه برتانیی اود امریکایی نظامی او سیاسی چارواکی پدی مرض اخته کړی

    ځکه پورتنیو جنګی او استخباراتی سازمانونو په افغان ولس چی څومره زور او وس یی بر شوی صرفه یی ندی کړی
    نو الله تعالی دی ایران په شان د پاکستان پوځ او استخبارات پدی چټل او مردار او نه علاج کوونکی مرض اخته او تباه برباد کړی ځکه موږ افغانان د دوی د شومو اهدافو له لاسه ارامه او کراره ورځ نلرو

    پدی ۴۰ کالو کی پاکستان چی څومره افغانان شهیدان کړی او شهیدان کوی یی یو الله خبر دی نړیواله ټولنه ملګری ملتونه امنیت شورا او نور بشری حقوق څار سازمانونه د افغان ولس پدی ۴۰ یا ۱۹ کلنه جګړه او عامه وژنی آواز او فریاد نده اوریدلی خدای تعالی د دوی تر ورځ دی آخرته پوی کاڼه لری

    بیا آخرت کی له هر انسان سره د خپل عمل حساب او کتاب کیږی

    نو کله چی کفار او د پاکستان پوځ او استخبارات د خدای تعالی هغه عذابونه وګوری نو بیا به وایی چی کاشکی موږ خاوری وای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *