تاند- د ایران د عاجلو طبي خدماتو اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې ۷۶۸ تنه ایرانیان د جعلي الکولو د څښلو له کبله مسموم شوي چې ۶۹ تنه پکې مړه شوي دي.

ایراني رسنیو د ایران د عاجلې طبي څانګې د مشر پیرحسین کولیوند له قوله راپور ورکړی چې د سنبلې له نیمايي څخه د میزان تر ۱۷ پورې ۶۹۹ نارینه او ۶۹ ښځې د بد کیفیته الکولو د څښلو په اثر په ایران کې مسموم شوي دي.

ده همداراز وویل چې د دغو کسانو په منځ کې د ۱۷۰ تنو پوښتورګي له کاره لوېدلي، ۱۶ تنه په سترګو ړانده شوي او ۶۹ نور مړه شوي دي.

د ښاغلي کولیوند په وینا، په مسموم شویو کسانو کې تر ټولو کم عمره دوه هلکان دي چې دواړه دوولس کلن دي او یو په خراسان ولایت او بل په البرز ولایت کې مسموم شوی دی.

تر دې وړاندې د سږکال د اسد میاشتې په لومړۍ اوونۍ د ایران په ۸ ولایتونو کې په بدلو شرابو د ۴۰۰ تنو د مسموم کېدو او د ۴۲ نورو د مړینې راپورونه خپاره شول.

له دې پېښې وروسته د ایران پولیسو یوه ښځه اوخاوند په خپل کور کې د بدلو شرابو د جوړولو په تور ونیول.

په ایران کې په ۱۳۹۰ لمریز کال په یوې سروې کې څرګنده شوې وه چې په دغه هیواد کې د هغو کسانو، چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۶۴ پورې دي، په سلو کې ۸۵ اعشاریه ۷ لږترلږه یو ځل شراب څښلي دي.

په ایران کې د تریاکو استعمال هم په بې ساري ډول زیات دی. په ایران کې د تریاکو د استعمال د زیات عاموالي له کبله ډېر شمېر افغانان هم، چې په دغه هیواد کې اوسېدلي، په تریاکو روږدي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *