تاند – د ایران په پلازمېنه تهران کې لسګونه زره خلک په لاریون راوتلي او د امریکا او اسراییلو پر ضد شعارونه ورکوي.
د ایران تسنیم خبري اژانس وایي چې دغه مظاهره د سهار په ۹ بجو شروع شوې ده.
ویل کیږي چې ایرانیانو د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په یو شمېر ایراني کمپنیو او اشخاصو باندې، چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو په جوړولو کې یې مرسته کړې وه، د وروستیو لګېدلو بندیزونو پر ضد مظاهره را اېستلې ده.
دا مظاهره د ایران د پراختیا غوښتونکي انقلاب د کلیزې په مناسبت چې د دلوې له ۲۲مې سره سمون لري برابره شوې ده. ویل کیږي چې ایران د اسلامي انقلاب تر نامه لاندې غواړي چې په سیمه کې خپل کلتوري او ځمکنی نفوذ پراخ کړي.
ایران له افغانستان سره خواوشا ۹۵۰ کیلومتره اوږده پوله لري او ویل کیږي چې دغه هېواد د پاکستان په څېر تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د داسې ډلو ملاتړ وکړي چې دغه هېواد بې ثباته کوي.