تاند- په آیسلنډ کې مسلمانانو او یهودانو د پارلمان له لوري د ماشومانو پر سنت یا ختنه کېدو بندیز د مذهبي ازادیو خلاف وباله.
د ایسلنډ پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې په مذهبي یا کلتوري بنیاد سنت منع کوي او د دې قانون نه رعایتوونکي ته تر ۶ کالو پورې د بند سزا اټکل شوې ده.
د ایسلنډ د اسلامي ثقافت مرکز مشر امام احمد صدیق وايي، ختنه د اسلام په اساسي عقایدو کې شامله ده او هغه ته جرم ویل کاملاً ناسمه ده.
د یهودو مذهبي ټولنو هم د ایسلنډ د پارلمان دا پرېکړه غندلې ده.
د ایسلنډ په پارلمان کې د دې لایحې پلوي وکیلانو د نارینه ختنه د نجونو له ختنې سره پرتله کړې او ویلي یې دي، هماغسي چې د ملګروملتو د پرېکړې له مخې په یو شمېر هیوادونو کې د نجونو پر ختنې بندیز لګېدلی، د هلکانو ختنه هم باید منع شي.
په تصویب شوې لایحه کې ویل شوي چې په اکثرو مواردو کې د ختنې په مهال ماشوم ته بېهوشي/ انستیزیا نه ورکول کېږي او په کورونو کې خو عموماً د ډاکترانو په ځای ملایان دا کار په داسې وسایلو کوي چې ماشوم ته د ویروس د لېږدېدو خطر لري.
خو د ایسلنډ د ثقافتي مرکز امام احمد صدیق وايي «دا زموږ د دیني عقیدې یوه برخه ده. دا زموږ په دین پورې تړاو لري او موږ پوهېږو چې پرې بندیز زموږ د دیني اصولو سرغړونه ده.»
تر ایسلنډ وړاندې تراوسه پورې په کوم بل اروپايي هیواد کې د هلکانو پر ختنې بندیز نه دی لګول شوی.
د ایسلنډ د پارلمان په تصویب شوې لایحه کې ویل شوي چې میندې او پلرونه حق لري چې خپلو ماشومانو ته دیني چارې وروښيي خو د ختنه کولو حق باید ماشوم ته ورکړل شي او هر کله چې ماشوم قانوني عمر ته ورسېد، په خپله دې پرېکړه وکړي.
ایسلنډ ۳ لکه ۳۶ زره نفوس لري چې یوازې ۱۵۰۰ یې مسلمانان او ۲۵۰ نور یې یهودان دي.
مسلمانان څه کوی دا د خرو په ملک کی؟
البته منظور می دا ندی چه مثلاً د ختنه کېدو د بندیز پخاطر د خرو ملک دی بلکه پدې خاطر چه بېله همهمغه بومی او ځائي نسل نور
.انسانان د غلط او بد اقلیم پخاطر د ستونزو سره مخامخ کېږی
د فرهنګی او ټولنیزو دلائلو پخاطر هم زموږ د لیری صحراوو شپونان او کوچان د ایسلنډ تر خلګومتمدن ښکاری که څه هم د ایسلنډ ټول وګړی د سواد څخه برخمن دی خو د ځانو او نړۍ څخه لیری دی.